د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

کرکټ نړیوال جام؛ پاکستان بنګله دېش ته ماتې ورکړه


د پاکستان کرکټ لوبغاړي
د پاکستان کرکټ لوبغاړي

د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې چې هند یې کوربه دی، نن پاکستان بنګله دېش ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه.

بنګله دېش پچه ګټلې او لومړۍ یې توپوهنه وکړه او د ۲۰۴ منډو په کیدو یې د پاکستان لوبډلې ته د ۲۰۵ منډو هدف ټاکلی و.

پاکستان د درې لوبغاړو په سوځیدو په ۳۳ اورکې دغه هدف پوره کړ.

پاکستان په دې بریا سره په جدول کې له افغانستانه مخ ته شو او پنځم ځای یې خپل کړ.

سبا چهارشنبې جنوبي افریقا او نیوزیلنډ د افغانستان په وخت د ورځې په یوه بجه د سیالۍ ډګرته ووځي.

XS
SM
MD
LG