د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

۲۰ کاله او د ۱۲۸ افغان خبریالانو وژل کېدل؛ اوسنی وضعیت او لویې ننګونې یې کومې دي؟


تصویر له ارشیفه، په ۲۰۱۰ کې د افغان خبریال اجمل نقشبندي د وژلو صحنه
تصویر له ارشیفه، په ۲۰۱۰ کې د افغان خبریال اجمل نقشبندي د وژلو صحنه

د نومبر دویمه د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د ختمولو نړیواله ورځ ده.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز په رسمي وېبپاڼه کې د ثبت شویو شمېرو له مخې، له ١٣٨٠ کال څخه تر ١٤٠٠ پورې په افغانستان کې ١٢٨ خبريالان وژل شوي دي.

دغه مرکز د هر وژل شوي خبریال جزیات، د وژل کېدو ځای او لامل لیکلی، چې ډېری دغه خبریالان د ناپېژانده کسانو له خوا د انتحاري حملو او چاودنو او یا هم افغانستان کې د جګړې پر مهال وژل شوي دي.

په دغو وژل شویو خبریالانو کې د ازادي راډیو ۴ خبریالان هم شامل دي، چې بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي دي.

د ۱۳۹۷ کال د ثور په ۱۰مه د کابل ښار په شش درک سيمه کې د ازادي راډیو درې خبریالان عبادالله حنانزی، سباوون کاکړ او فرشته محرم درانۍ په یوه برید کې ووژل شول.

د ازادي راډیو درې خبریالان: عبادالله حنانزی، سباوون کاکړ او فرشته محرم درانۍ هم د وژل شویو په ډله کې شامل دي
د ازادي راډیو درې خبریالان: عبادالله حنانزی، سباوون کاکړ او فرشته محرم درانۍ هم د وژل شویو په ډله کې شامل دي

د ازادي راډیو یو بل خبریال الیاس داعي په ۲۰۲۰ کال کې د نوموړي په موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله ووژل شو او ورور یې ټپي شو.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز د وېبپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، د دغه شمېر خبريالانو په وژلو کې پر نامعلومو وسله والو سربېره طالبان او داعش ډله هم لاس لري.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز په وېبپاڼه کې د وژل شويو خبريالانو د معلوماتو د برخې په ورستۍ برخه کې ادعا شوې، چې د دغو خبريالانو وژونکو ته سزا نه ده ورکړل شوې.

د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي په ۲۰۲۰ کال کې د نوموړي په موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله ووژل شو او ورور یې ټپي شو.
د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي په ۲۰۲۰ کال کې د نوموړي په موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله ووژل شو او ورور یې ټپي شو.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د عدالت غوښتنې او اریکو کمېټې مشرې سمیې ولیزاده ازادي راډیو ته وویل:

"له بده مرغه په تېر حکومت او اوسني حکومت کې د دغو پېښو عاملین د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا نه دي محاکمه شوي او د هغو معلوماتو له مخې چې موږ ترلاسه کړي، د دغو پېښو ډېری عاملین هم د طالبانو او هم داعش له ډلې وو. اوس مهال چې دا ډله په افغانستان کې حاکمه ده د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی نه یوازې دا چې کم شوی نه دی بلکې زیات شوی دی."

د ۲۰۱۸ کال د اپریل په میاشت کې په کابل ښار کې په ځانمرګي برید کې د وژل شویو خبریالانو له ډلې څخه د سلیم تلاش ورور صمیم تلاش ازادي راډیو ته وویل چې د ورور د وژنې د قضیې د څېړلو لپاره یې چا غږ نه دی اورېدلی.

سلیم تلاش، وژل شوی افغان خبریال
سلیم تلاش، وژل شوی افغان خبریال

نوموړي دغه شان ازادي راډيو ته وویل:

"مخکې له دې چې شهید شي، زما ورور ماته پیغام راکړ چې د چا لخوا ګواښل شوی، زه نه پوهیږم، هغه یوازې ماته داسې پیغام راکړ، ما ورته وویل چې وروره، پام وکړه، وضعیت لږ خراب دی. او همداسې وشول او څه موده ورسته چاودنه وشوه، بیا یې هیچا دوسیه ونه څېړله، زه خپله څو دروازو ته ولاړم، د حکومت دروازه مې وټکوله، غږ مې پورته کړ، خو هیچا هم غږ وانه ورېد."

په دغه برید کې د ازادي راډیو د ۳ خبریالانو په ګډون ۹ خبریالان او ۲ فلم اخیستونکي ووژل شول.

خو د پخواني جمهوري نظام د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د جمهوري نظام له نسکورېدو مخکې ازادي راډيو ته ویلي وو، چې د دغو ۹ خبریالانو د وژنې په تړاو پنځه کسان نیول شوي چې درې یې په اعدام محکوم شوي دي.

نور دوه تنه هر یو په لس او څورلس کاله بند محکوم شوي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته وضعیت

د افغانستان د خبریالانو مرکز ادعا کوي وايي، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی سږ کال تر ۶۰ سلنې زیات شوی دی.

د تخارستان راډیو پخوانی سرپرست او خبریال ذبیح الله نوري و، چې طالبانو د حکومت د استخباراتو له خوا نیول شوی و.

هغه ازادي راډیو ته وویل:

" پلاستيکي کڅوړه، البته، دا یې سرته راوغوستله ، دوی په کڅوړه زه زيندۍ کولم او څو ځلې يې دا کار وکړ".

نوموړی وايي، چې د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۹ مه په تخار کې له ۴۰ تر ۴۵ طالبانو د ده کور محاصره کړ، د ده په خبره شکنجه يې کړ او له ځانه سره يې ېوړ.

ذبیح الله نوري ازادي راډيو ته وویل چې نوموړی له درې، شپو، ورځو وروسته د خپلې سیمې د مشرانو په جرګه خوشې شو.

د خبریالانو د ملاتړ د ټولنې له لوحې سره د یوه طالب تصویر
د خبریالانو د ملاتړ د ټولنې له لوحې سره د یوه طالب تصویر

هغه ادعا کوي چې طالبانو ورته د شکنجې پر مهال د برېښنا شاټونه ورکړي دي.

ذبیح الله نوري زیاتوي:

"یو طالب و، چې ډېر ویښتان او ډارونکې څېره یې درلودله، هغه زما په سر یوه توره خولۍ راکش کړه. څه مې نه شول لیدلی، هغه زه پاس کوټې ته بوتلم. هلته د طالبانو نور غړي هم وو. داسې مې احساس کړه، چې څو کسان وو، لږ لږ مې غږونه اورېدل، بیا یې په خولۍ راته پلاستیکی کڅوړه راوغوسته، ډېر په وحشت یې دا کار ترسره کړ."

یوه بل خبریال چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي هم ازادي راډیو ته وویل چې د کابل له زنبق څلور لاري څخه د ښځو د یو لاریون د پوښښ پرمهال د طالبانو له خوا نیول شوې وه او له یو شمېر نورو کورنيو او بهرنيو خبريالانو سره د " رجال برجسته" لسم ریاست ته وړل شوې وه.

دا خبریال زیاتوي:

"د دوی یو کس راغی او ویې ویل چې ولې دا کار کوئ، ولې مظاهرې کوئ او ولې رسنۍ پوښښ ورکوي، باید دا کار ونه کړي، په دې شلو کلونو کې مو شهیدان ورکړي، کونډې لرو او که څوک مو مخې ودېږي، موږ به یې ووژنو، که هغه یو عادي کس وي، ملکي وي، سرتېری وي او یا هم خبریال."

د یو شمېر طالب ویاندویانو خبري ناسته - ارشیف
د یو شمېر طالب ویاندویانو خبري ناسته - ارشیف

د افغانستان له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره هم وايي، چې په تېر او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو د څېړلو کمېسیون هم د دغو قضیو په څېړلو او حل کې اغېزمن نه دی.

د دې ادارې مشر ظریف کریمي هم د طالبانو د حکومت له خوا د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پراخېدو ادعا کوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"موږ په تېرو وختونو کې نيوکې کولې چې د تاوتريخوالي قضيې په سمه توګه نه څېړل کېږي، نه اړوند کمېسيونونه، او نه اړونده بنسټونه دقيقه څېړنه نه کوي نه د رسنيو او حکومت ګډه کمېټه او نه هم په کورنيو چارو وزارت کې شته کمېسيون او نه هم نور کمېسيونونه. د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د سرغړونو او رسنيزو شکايتونو د څېړلو کمېسيون اغېزمن کار نه دی کړی او موږ دا مهال د ياد کمېسيون اغېزمنتوب نه وينو."

ظریف کریمي دغه شان زیاته کړه چې د روان کال له پیله تر اوسه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۰ پېښې ثبت شوي او په خبره یې د پخوا په پرتله د خبریالانو په وړاندې دې تاوتریخوالي کې د طالبانو د حکومت استخباراتي او پوځي ځواکونه تر ټولو زیات مسوول دي.

د نی دفتر شمېرې هم ښیي چې طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۳۲ پېښې سر ته رسولي او په افغانستان د دوی د بیا واکمنۍ په لومړي کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۶۴ پېښې ثبت شوي دي.

د یوې خصوصي رسنۍ کارکوونکي پر ښخینه خبریالانو د طالبانو پر قیوداتو د اعتراض پر مهال - ارشیف
د یوې خصوصي رسنۍ کارکوونکي پر ښخینه خبریالانو د طالبانو پر قیوداتو د اعتراض پر مهال - ارشیف

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دغه راپور کې د شویو ادعاوو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ور نه کړ، خو د ١٤٠١ کال د ثور (( سلواغي)) په ۲۹مه یې پر خپله ايکس پاڼه لیکلي وه، چې د رسنیو پر وړاندې د سرغړونې کمېسیون فعال شوی دی. او له دې وروسته به د خبریالانو او رسنیو ستونزې حل شي.

مجاهد هغه مهال ازادي راډيو ته ویلي وه، دغه کمېسیون هم له تېر قانون څخه کار اخلي، پر ځینو طرزالعملونو کار روان دی او په خبره یې ځینې شیان به نوي وي.

نوموړي دغه شان مخکې ادعا کړې، چې هېڅ خبريال يې د خبريالۍ د کار په تور نه دى نيولى.

د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو په ۲۰۱۳ کال کې د نوامبر دویمه د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د ختمولو د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله.

دا ورځ د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په غبرګون نومول شوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG