د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

نړیوال جام؛ سویلي افریقا نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه


د سویلي افریقا کرکټ لوبډله
د سویلي افریقا کرکټ لوبډله

د کرکټ د روان پنځوس اوریز نړیوال جام په ۳۲مې سیالۍ کې سویلي افریقا د ۱۹۰ منډو په تفاوت نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه.

سویلي افریقا د توپوهنې لومړۍ پاڼۍ کړې وه او یو وار بیا یې تر درې سوو د زیاتو ۳۵۷ منډو هدف ټاکلی و.

د یادې لوبډلې پیلیز توپوهونکي کوانټین ډیکاک په روانو سیالیو کې خپله څلورمه سلیزه هم ووهله، هغه نن ۱۱۴ او د لوبډلې بل ملګري رسي وانډر ډوسن ۱۳۳ منډې وکړې چې د ننۍ سیالۍ د غوره او اغېزناک لوبغاړي جایزه یې هم وګټله.

د نیوزیلینډ په لوبډله کې یوازې ګلين پیليپي وتوانېد چې ۶۰ منډې وکړي او نوره ټوله لوبډله یې تر ۱۶۷ منډو جوړولو وروسته وسوځېده.

سویلي افریقا ته په توپ اچونه کې مهراج ۴ او مارکو ینسین ۳ لوبغاړي وسوځول.

تر دې بریا وروسته سویلي افریقا یو وار بیا د ۱۲ نومرو په لرلو سره د نومرو په جدول کې لومړي مقام ته ورسېده.

ټاکل شوې چې سبا کوربه هندوستان د سریلانکا پر وړاندې سیالي ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG