د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

افغان ښځو ته د اسلامي همکاریو سازمان عدالت غوښتنه؛ طالبان به راضي کړي؟


طالبان د ښځو د حقونو په پراخ نقض تورن دي، خو دا تورونه بې اساسه بولي
طالبان د ښځو د حقونو په پراخ نقض تورن دي، خو دا تورونه بې اساسه بولي

د اسلامي همکاریو سازمان"OIC" سرمنشي حسین ابراهیم طه وايي، دا سازمان د مسلمانو ښځو له حقونو دفاع ته ژمن دی.

هغه چې په سعودي عربستان کې یې د دوشنبې په ورځ " په اسلام کې د ښځو ځای او پیاوړتیا" تر عنوان لاندې جوړ شوي کنفرانس کې خبرې کولې د ژوند په ټولو برخو کې د افغان ښځو د ګډون، زده‌کړو ته د لاس‌رسي حق او د هغوی د پیاوړتیا په برخه کې د دې سازمان له‌خوا د خبرو په دوام ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد دې کنفرانس ته ویلي، ، په افغان ښځو د طالبانو محدودیتونه او هغوی له خپلو حقونو محرومول باید په جدي ډول تر څېړنې لاندې ونیول شي.

هغې زیاته کړې، افغانان باید د خپل هېواد په جوړولو کې بشپړه ونډه ولري او همدا ډول دا هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره خپلو نجونو او ښځو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې د ټولو هغو قوانینو او کړنو د پای غوښتنه هم کړې چې د دې له قوله، تبعیضي دي او زده‌کړو ته د نجونو د لاس‌رسي مخه نیسي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله، آمینه محمد
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله، آمینه محمد

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي، که څه هم تر اوسه دا ډول غونډو په افغان نجونو او ښځو د طالبانو د محدودیتونو د مخنیوي په برخه کې کومه پایله نه‌ده ورکړې، خو هیله ښيي چې د دې ډول غونډو دوام اغېزمن تمام شي.د ښځو د حقونو یوې فعالې مینه رفیق ازادي راډیو ته وویل:

"دیني عالمان، متخصصین یا هم هر څوک چې مسوول وي، که غواړي چې د افغانستان لپاره یو کار وکړي، باید طالبان په رسمیت و نه پېژني، ځکه یوازې په ښځو شکنجه او ظلم نه‌دی روان او یوازې د دوو ورځو لپاره د ښوونځیو پرانستل او د کار کولو اجازه ورکول هم حل لار نه‌ده. "

د ویلو ده چې نږدې دوه میاشتې وړاندې د اسلامي همکاریو سازمان یو پلاوی کابل ته ولاړ د او د اسلام له نظره یې د نجونو او ښځو د حقونو په اړه له یو شمېر طالب چارواکو سره خبرې اترې وکړې.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له دې پلاوي غوښتي وو، څو د دوی د حکومت او د افغانستان د خلکو غوښتنې درک کړي.

ژولیا پارسي، هغه ښځینه فعاله چې لا هم د طالبانو په زندان کې بندي ده
ژولیا پارسي، هغه ښځینه فعاله چې لا هم د طالبانو په زندان کې بندي ده

دا په داسې حال کې ده چې د ډېرو نورو بندیزونو او محدودیتونو په ګډون لا هم یو شمېر معترضې مېرمنې لکه: ژولیا پارسی، نداپرواني او منیژه صدیقي د طالبانو د حکومت په زندانونو کې دي، خو د طالبانو حکومت لا تر اوسه د دې ښځو نیول او زنداني کولو نه‌دي تایید کړي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو د همیارۍ بنسټ مشره ګل‌چهره یفتلي چې په هالنډ کې فعالیت کوي ازادي راډیو سره خبرو کې له زندانه د دې ښځو د ازادۍ غوښتنه وکړه.

نوموړې وویل:

"زموږ دا دوستان له یوې میاشتې زیات وشول چې بې له کومې ګناه اسېران دي. دوی یوازې د نجونو د ښوونځیو لپاره چې اوس تړلي دي، عدالت غوښتنه کړې. "

د طالبانو حکومت تل په افغان نجونو او ښځو د لګول شویو بندیزونو او محدودیتونو مسله د افغانستانۍ کورنۍ چاره بللې ده، خو دا ادعا هم کوي چې اوس‌مهال د ټولو افغان نجونو او ښځو حقونه خوندي دي.

د طالبانو حکومت داسې مهال دا ادعا کوي چې د افغان نجونو او ښځو په زده‌کړو او کار د محدودیت تر څنګ یې، هغوی له هر ډول ټولنیزو، سیاسي او فرهنګي فعالیتونو منع کړي او تر څنګ یې تفریحي پارکونو، ورزشي لوبغالو او کلپونو او بې له محرمه د هغوی په سفر هم بندیز لګولی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG