د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

د اسراییلو او حماس د روانې جګړې په اړه د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو د دریځ اعلان


یوه فلسطینۍ مېرمنه او ماشوم یې - غزه
یوه فلسطینۍ مېرمنه او ماشوم یې - غزه

د اوو پرمختللو صنعتي هیوادونو یا د جي اوه ډلې لوړپوړو ډیپلوماتانو د اسراییل او حماس ترمنځ روانه جګړه کې خپل ګډ دریځ اعلان کړ.

په هغه اعلامیه کې چې په توکیو کې د دې ډلې د ډیپلوماتانو د دوه ورځنیو خبرو وروسته نن خپره شوې، له خپل ځانه د اسراییل د دفاع د حق ملاتړشوی او غوښتنه شوې چې په روانه جګړه کې دې بشري وقفه رامنځ ته شي ترڅو د غزې کړیدلو ولسي وګړو ته مرستې ورسول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین په یوه خبري کنفرانس کې وویل:

" د جي اوه وزیرانو په دې اړه چې اسراییل له ځانه د دفاع حق اومسولیت لري چې دا مسله یقیني کړي چې د نړیوال بشردوستانه قانون سره سم د اکتوبر د اوومې نیټې بریدونه بیا هیڅکله تکرارنشي، موږ یوځل بیا پرغوځ ملاتړ ټینګاروکړ. موږ د هغو اقداماتوپه اړه ژوربحثونه وکړل چې پراساس کولای شو په سیمه کې بیړنیو اړتیاووته ځواب ووایو. موږ ټولوپه دې سلاوکړه چې په یوې بشري وقفې سره به د فلسطیني ملکي وګړو د ساتنې لپاره مهم اهدافو ته ورنژدې شو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکن

د اسوشیتید پراس آژانس د راپورله مخې د امریکا، بریتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، جاپان او ایټالیا د بهرنیو چارو وزیرانو په اعلامیه کې ویل شوي چې ټول اړخونه باید له خنډ پرته ملکي وګړو ته د خوراکي موادو، اوبو، روغتایي خدمتونو، تیلو او سرپناه په برابرولو کې د بشري هڅو ملاتړوکړي او د بشري چارو کارکونکي پریږدي چې اړو کسانو ته د مرستې رسولو په برخه کې ټولو سیمو ته لاسرسۍ ولري.

په اعلامیه کې همدارنګه د حماس له خوا د اسراییلي برمته وو د خوشې کیدو غوښتنه شوې ده.

د اوکتوبرپه اوومه حماس د اسراییل پرجنوبي ښارګوټو په برید کې له ۱۴۰۰ زیات اسراییلیان ووژل او شاوخوا ۲۴۰ نور یې یرغمل او هغوی یې له ځان سره غزې ته یووړل.

د حماس د روغتیا وزارت تېره ورځ وویل چې په غزه کې د وژل شویو شمیرله لس زره تنو واوښت.

د ملګروملتونو په ګډون مرستندویه ټولنو د غزې چې له دوه ملیونه زیات کسان پکې اوسي، بشري وضعیت ډیرخراب بللی.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییل تراوسه د بشري وقفې لپاره د نړیوالو غوښتنې له پامه غورځولي او بریدونو ته یې دوام ورکړی دی.

د غزې یو شمېر جګړه ځپلي او ویر ځپلي
د غزې یو شمېر جګړه ځپلي او ویر ځپلي

د اسراییل پوځ نن وویل چې د غزې په تړانګه کې په هوایي بریدونوکې یې د حماس د وسلو یوجوړونکی او یو شمېر وسله وال وژلي دي.

اسراییل په کلابنده شوې غزه کې په وروستیو هوایي او ځمکنیو بریدونو کې د سخت دریځو د ترځمکې لاندې د تونلونو شبکه په نښه کړې ده.

غزه چې د سخت دریځو وسله والو یوپیاړی مرکزدی، د اسراییلي ځواکونو له خوا بشپړه کلابنده شوې.

د اسراییل پوځ وویل، ځواکونویې د دغه ګڼ میشتي ښار زړه ته پرمختګ کړی، خو حماس ویلي چې وسله والو یې اسراییلي ځواکونو ته ډېرتلفات اړولي دي.

په داسې حال کې چې په غزه کې جګړه دوهمې میاشتې ته داخله شوې، د ملګروملتونو چارواکو هڅې زیاتې کړې چې په سیمه کې د کړاوونو د کمیدو لپاره په جګړه کې بشري وقفه رامنځ ته کړي.

XS
SM
MD
LG