د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

کرکټ نړیوال جام؛ جنوبي افریقا او استرالیا نن لوبه لري


تصویر له ارشیفه، د استرالیا دوه کرکټ لوبغاړي
تصویر له ارشیفه، د استرالیا دوه کرکټ لوبغاړي

د کریکټ د پنځوس اوریز نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې نن د جنوبي افریقا او استرالیا لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

د نننۍ لوبې ګټونکی ټیم به د یکشنبې په ورځ د نومبر په ۱۹مه د هند له لوبډلې سره په پایلوبه کې مخامخ کیږي.

د دغه نړیوال جام په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې پرون هند نیوزلنډ ته ماتې ورکړې او پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه.

د هند لوبډلې پرون نیوزلنډ ته د څلورو لوبغاړو په سوځیدو د ۳۹۸ منډو هدف ټاکلی و، خو نیوزلنډ دا هدف پوره نه کړ او هند په اویا منډو دغه لوبه ترې وګټله.

XS
SM
MD
LG