د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۷

نړیوال جام؛ دویمه نیمه پایلوبه د اسټرالیا او سویلي افریقا ترمنځ پیل شوې


د استرالیا کرکټ لوبډله
د استرالیا کرکټ لوبډله

د کرکټ پنځوس اوریز نړیوال جام دویمه نیمه پایلوبه نن د نومبر په ۱۶مه نېټه د کابل پر وخت تر غرمې وروسته یوه بجه د اسټرالیا او سویلي افریقا ترمنځ پیل شوې ده.

سویلي افریقا د لوبې پچه ګټلې او توپوهنه یې غوره کړې ده.

یاده سیالي د کلکتې ښار په ایډن ګاډن لوبغالي کې ترسره کېږي.

سویلي افریقا لکه د مخکنیو سیالیو په څېر ښه پیل نه دی کړی، لوبډلمشر بوما او کوانټین ډیکاک یې ژر له لاسه ورکړي دي.

لومړنۍ نیمه پایلوبه تېره ورځ د هندوستان او نیوزیلینډ ترمنځ ترسره شوه چې د ۷۰ منډو په توپیر کوربه لوبډلې وګټله.

د ویلو ده چې د دې سیالیو پایلوبه د نومبر په ۱۹مه نېټه د احمداباد ښار په نریندر مودي لوبغالي کې ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG