د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

واشنګټن پوسټ: له پاکستانه ایستل کېدونکي افغان کډوال د اندېښنو لپاره دلایل لري


له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال
له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له پاکستان څخه د ایستل شویو افغان کډوالو په اړه یو راپور خپور خپور کړی.

د دې راپور په پیل کې خبریال په یوه باراني ورځ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم له دروازې د ستنېدونکو افغانانو کیسه کوي او وايي، د اجباري اخارج په یو لوی بهیر کې ستنېدونکي دا افغانان چې خپل کورونه یې په پاکستان کې پريښي، ځینو یې هیڅکله هغه جګړه ځپلی افغانستان نه دی لیدلی چې میندې او پلرونه یې په کې زېږېدلي وو.

ځینې یې بیا داسې ګڼي چې دوی ته ښايي هغه ښارونه نابلده ښکاره شي چې دوی ترې د ۲۰۲۱م کال په اګست دې طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته تښتېدلي وو.

هغه ښارونه چې اوس په کې موسیقي غږول او اورېدل منعه نه دي او نجونې ښوونځيو او ښځې په کې کار ته نه شي تللی.

خو د لیکوال په وینا، کله چې دوی خپل بدل شوي هېواد ته ننوځي ډېر کډوال حیرانېږي.

هلته هغه پوسټرونه لګېدلي چې راستنېدونکو کډوالو ته په خپل وطن کې د ښه او هوسا ژوند هیله کوي. ټوپک پر غاړه طالب سرتېري ښکاري چې ستنېدونکو کډوالو ته خواړه ورکوي او یا په ګلانو د کډوالو ورستنېدل نمانځي.

ورځپاڼې په تورخم کې له ورستنېدونکو کډوالو سره نقدي مرستو او موقتي کمپونو ته هم اشاره کړې او وړاندې هغه اندېښنې رااخلي چې افغانستان ته ستنېدونکي کډوال ورسره مخ دي.

واشنګټن پوسټ د بشري حقونو د ادارو په حواله وايي، هغه افغانان چې له پاکستان څخه افغانستان ته ایستل کېږي د اندېښنې لپاره دلایل لري.

ملګرو ملتونو د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ راوروسته د پخوانیو افغان پوځیانو او حکومتي کسانو تر ۲۰۰ زیاتې بې محاکمې وژنې ثبت کړي.

که څه هم طالب واکمنو دا راپورونه رد کړي، خو د هغو کسانو لپاره د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې خوندیتوب یوه مهمه اندېښنه ده چې په پخواني حکومت کې یې پوځي یا نورې حساسې دندې درلودې .

ورځپاڼې په دې لیکنه همدارنګه د هغو ښځو او نجونو اندېښنې هم رااخیستي چې افغانستان ته تر ستنېدو وروسته به د نورو افغان ښځو په څېر له کار او زده کړو محرومې وې.

په لیکنه همدارنګه افغانستان کې د اقتصادي ستونزو او سرپناه د نشتوالي په شمول هغه ستونزې هم یادې شوي چې هم به ورسره دې هېواد ته ورستانه شوي کډوال مخ وي او هم به د افغانستان اوسني واکمن د دې کډوالو د ځای پر ځای کولو او سنبالولو په چاره کې ورسره مخ وي.

نیویارک پوسټ:

نیویارک پوسټ ورځپاڼې د طالبانو د سرتیرو پر هغې یوې ویډیو لیکنه خپره کړې چې د کابل په کوڅو کې په رولر بلیډونو ګزمې کوي.

دا ویډیو، چې په کې د طالبانو د حکومت سرتېري په نظامي یونیفورمونو کې پر واټونو د وسلو سره د سکېټېنګ په حال کې لیدلي کې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې ډېره پاملرنه وراړولې ده.

ورځپاڼه په دې اړه لیکنه کې وايي، داسې ښکاري چې طالبانو دا چاره د "باربي" په نوم له یو وروستي خپاره شوې فلم اخیستې ده.

ورځپاڼه زیاتوي، په ویډیو کې د طالبانو سرتېري داسې ښکاري چې ماهر سکیټران دي.

ټیلیګراف برتانوۍ ورځپاڼې هم په همدې اړه لیکنه کړې او وايي چې د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ورته تایید کړې چې دا ویډیو رښتینې ده او په کې ښکارېدونکې سرتېري د کورنیو چارو وزارت د عامه نظم ساتونکي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG