د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

غزه کې ناورین؛ د پراخې لوږې د خطر خبرداری او د انټرنیټي او ټلیفوني خدمتونو بندیدل


د غزې یو شمېر جګړه ځپلې کورنۍ
د غزې یو شمېر جګړه ځپلې کورنۍ

د خوړو نړیوال پروګرام اجرائیه مدیره وايي، په غزه کې د خوړو او اوبو ذخیرې ختمې شوي او یوازې د اړتیا وړ لږه برخه مواد، له سرحدونو غزې ته رسېږي.

سندي مککین (Cindy McCain) پرون په اعلامیه کې ویلي: د ژمي د چټک راتګ، ناخوندي او له ګڼه ګوڼې ډکو پناه ځایونو او د پاکو اوبو کموالي له کبله ملکیان له فوري لوږې سره مخامخ دي.

بل لوري ته د فلسطیني کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو یوه بل رئیس پرون وویل، دی په دې باور دی، چې په غزه کې د دې ادارې د بشردوستانه فعالیتونو د مخنیوي لپاره عمدي هڅي روانې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، فیلیپ لازاراني خبرداری ورکړ، چې اداره یې ممکن مجبوره شي، چې د سون توکو د کموالي له کبله، خپلې چارې کاملاً بندې کړي.

د فلسطیني کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې، چې په غزې تړانګه کې له څه باندې اته لکه بېځایه شویو سره مرسته کوي ویلي، چې زیات خدمات یې له وړاندې بند شوي دي.

اسراییل غزې ته د سون توکو له لېږدولو سره مخالفت کړی او وايي چې ښايي حماس ډله، چې د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې د تروریستي سازمان په توګه پېژندلې، له دغو سون توکو د پوځي اهدافو لپاره کار واخلي.

اسراییلي خواکونو غزې ته د سون توکیو د لېږد مخنیوی کړی
اسراییلي خواکونو غزې ته د سون توکیو د لېږد مخنیوی کړی

لازاراني خبرداری ورکړی، که سون توکي وارد نه شي، خلک به د دغو موادو د نشتوالي له کبله ساه ورکړي.

په همدې حال کې اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د فلسطین د مخابراتي خدماتو د عمده شرکت په وینا راپور ورکړی چې د سون توکو د کموالي له کبله په ټوله غزه کې له پرون راهیسې د انټرنټ او ټلیفون خدمات بند شوي دي.

د دې تر څنګ اسراییلي ځواکونو پرون د دویمې ورځې په مخه د غزې په شمال کې د حماس افراطي ډلې د نښو د موندلو لپاره د شفا په نوم د لوی روغتون تالاشي وکړه.

دغو ځواکونو داسې وسلې نندارې ته وړاندې کړې چې په وینا یې په یوه ودانۍ کې پټې کړای شوې وې، خو تر اوسه یې داسې شواهد نه دي وړاندې کړي، چې د روغتون تر ودانۍ لاندې د حماس د سوق او ادارې د مرکز موجودیت ثابت کړي.

د حماس افراطي ډلې او د روغتون کارکوونکو په دې اړه ادعاګانې رد کړې دي.

په غزه کې د روانې جګړې شپږ اوونۍ پورې شوې دي.

اسراییل د حماس افراطي ډلې په وړاندې وروسته له هغې حملې پیل کړې، چې لومړی دغې ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان، چې ډېره برخه یې ملکیان وو ووژل او د نارینه وو، ښځو او ماشومان په ګډون یې ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.

په غزه کې روغتیايي چارواکو ویلي، چې تر اوسه د اسراییل په حملو کې څه باندې ۱۱زره او ۲۰۰ کسان وژل شوي، چې دوه پر درېیمه برخه یې ښځې او ماشومان دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG