د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

کرکټ نړیوال جام؛ اسټرالیا پر جنوبي افریقا بریالی او پایلوبې ته لاره ومونده


د اسټرالیا د کرکټ لوبډله
د اسټرالیا د کرکټ لوبډله

د کرکټ نړیوال جام سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې اسټرالیا د ۳ وېکټو په توپیر جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

سویلي افریقا د ۲۱۳ منډو هدف ټاکلی و چې اسټرالیا د ۷ وېکټو په سوځېدو سره په ۴۸م اور کې پوره کړ.

د دې لوبې د غوره او اغېزناک لوبغاړي جایزې ټروېس هېډ وګټلې، هغه نن د اسټرالیا لپاره چټکه نیمه سلیزه ووهله.

اسټرالیا به راروانه یکشنبه یا د نومبر میاشتې پر ۱۹مه نېټه له هندوستان سره پایلوبه وکړي.

XS
SM
MD
LG