د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

کرکټ نړیوال جام ؛ هند او اسټرالیا نن په پای لوبه کې سره سیالي کوي


د استرالیا د کرکټ لوبډلې یو شمېر لوبغاړي
د استرالیا د کرکټ لوبډلې یو شمېر لوبغاړي

د کرکټ د ۲۰۲۳م کال د پنځوسو اوورونو نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن یکشنبه کوربه هېواد هند، له اسټرالیا سره پایلوبه کوي.

د هند د احمداباد د کرکټ په نړیوال سټوډیوم کې دغه مسابقه نن د کابل پر وخت د ماسپښین پر یوه بجه پیلېږي.

په نیمه پایلوبه کې هند وتوانېد نیوزیلنډ ته ماتې ورکړي او اسټرالیا جنوبي افریقا ته.

د کرکټ د سږکال د نړیوال جام سیالۍ د اکټوبر میاشتې پر پنځمه په هند کې پیل شوي او د نومبر پر نولسمه ختمېږي.

افغانستان د کرکټ د سږکال په نړیوال جام کې څلور مسابقې وګټلې، خو پنځه یې بایلودې.

XS
SM
MD
LG