د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

د نړیوال جام پایلوبه؛ هند اسټرالیا ته د ۲۴۱ منډو هدف ورکړ


د لوبې یوه څنډه
د لوبې یوه څنډه

د کرکټ پنځوس اوریز نړیوال جام په پایلوبه کې د هندۍ لوبډلې د توپوهنې پاڼۍ بشپړه شوه، یادې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۰ منډې وکړې.

د دې سیالۍ پچه اسټرالیا ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړې وه.

په هندي توپوهونکو کې کیل راهول په ۱۰۷ توپونو ۶۶، ویرات کولي ۵۴ او روحیت شرما ۴۷ منډې وکړې.

اسټرالیا ته بیا چټک توپ اچونکي میچل سټارک ۳، جاش هاذلیووډ او پاټ کمېنس دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د کرکټ نړیوال جام دغه پایلوبه د احمد اباد ښار په مودي لوبغالي کې ترسره کېږي، چېرته چې د نندارې لپاره تر سلو زرو زیات خلک لوبغالي ته ورغلي دي.

XS
SM
MD
LG