د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

د طالبانو پر ضد د یو شمېر ښځو اعتراض؛ « نړۍ دې زموږ په وضعیت غلې نه پاتې کیږي »

له ارشیفه د یو شمېر معترضو افغان ښځو تصویر
له ارشیفه د یو شمېر معترضو افغان ښځو تصویر

د نومبر د ۲۵مې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې سره سم یو شمېر معترضو ښځو، په یوه سر پوښلي ځای کې د طالبانو د حکومت لخوا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه اعتراض کړی دی.

دغو معترضو مېرمنو په یوه سر پوښلي ځای کې د شنبې په ورځ، د لیندۍ په ۴مه نېټه، اعتراض وکړ.

د عدالت او ازادۍ لپاره د افغانستان د ښځو خوځښت مسوولې، شمایل توانا پر خپله اېکس پاڼه د دې اعتراض د ویډیو په خپرولو سره لیکلي چې د نوامبر ۲۵مه په داسې حال کې رارسیږي چې افغان مېرمنې له خپلو ټولو مدني او انساني حقونو څخه بې برخې دي او د دې په ټکیو، د دوی پر وړاندې یو جنسیتي اپارتید روان دی.

د دې اعتراض د ویډيو یوه برخه کې ویل شوي:

" د طالبانو د حضور په تېرو دوو کلونو کې، د افغان مېرمنو او ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، په وېرونکي ډول زیات شوی او مرموزې وژنې، ځان وژنې، او د طالبانو لخوا د ښځو وهل ټکول، صحرايي محکمې، جبري ودونه او د ماشومو نجونو خرڅلاو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي بېلګې دي. "

د عدالت او ازادۍ لپاره د افغان مېرمنو د خوځښت یوې غړې چې نه یې غوښتل په دې راپور کې یې نوم واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل:

" نړیواله ټولنه باید چوپه خوله پاتې نه شي او د افغانستان ښځې له پامه ونه غورځوي او عملي ګام او اقدام ترسره کړي. "

د طالبانو معترضو ښځو په کابل او ولایتونو کې تل په بېلابېلو ممکنو بڼو اعتراضونه کړي
د طالبانو معترضو ښځو په کابل او ولایتونو کې تل په بېلابېلو ممکنو بڼو اعتراضونه کړي

د افغان مېرمنو د اعتراضي خوځښتونو ایتلاف هم پر خپله اېکس پاڼه د یو شمېر اعتراض کوونکو مېرمنو ویډیو خپره کړې چې پکې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت له نړۍ غوښتل شوي چې د افغان ښځو او نجونو غږ شي او د دوی د حذف لپاره د طالبانو د سیاستونو او تاوتریخوالې پر وړاندې ودریږي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د دغو خوځښتونه د ايتلاف له مسوولینو سره هم خبرې وکړو، خو د دې راپور تر خپرېدو پورې دوی زمونږ اړیکې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړیوال سازمان هم د شنبې په ورځ، د نوامبر په ۲۵مه پر خپې ایکس پاڼه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت د یوه ۱۶ ورځني کمپاین په پیلولو سره، خلک دې ته هڅولي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو ناوړه وضعیت ته د رسیدنې په موخه، خپل نظرونه شریک کړي.

یاد شوي سازمان لیکلي چې دوی د دې ۱۶ ورځني کمپاین په اوږدو کې به د بشري حقونو د مدافعینو، فعالینو، مظاهره کوونکو، هنرمندانو، سیاستوالو او ښوونکو پیغامونه شریک کړي.

دا پيغامونه پر دې را څرخي چې څنګه باید د افغان ښځو او نجونو وضعیت ته رسیدنه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې یو شمېر ښځو ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي وو چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي، د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی زیات شوی دی.

هغه څه چې طالبان یې تل ردوي او ادعا کوي چې په افغانستان کې ، د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو، تر دې مخکې ویلي وو چې د طالبانو حکومت له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ۵۰ ډېر فرمانونه صادر کړي چې په مستقیم ډول یې د ښځو حقونه محدود کړي دي او دا فرمانونه له ټولنیز ژوند څخه د ښځو د ایستلو او د هغه دودونو د رنګینیدو لامل کېږي چې جنسیتي نابرابرۍ ته دوام ورکوي.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، که څه هم په افغانستان کې په کور دننه او ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د جنسیتي تاوتریخوالي د کچې په اړه کره احصایه نشته، خو په وروستیو دوو کلونو کې دغه تاوتریخوالی د پام وړ زیات شوی دی.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې د زده کړو اجازه نه لري او د ۲۰۲۲ کال په پاې کې، پوهنتونونو ته له تګ څخه هم منعه شوې.
همداشان دوی په ډېرو دولتي او ټولو ملي او نړیوالو نادولتي ادارو کې د کار کولو حق نه لري.

په افغانستان کې ښځې اجازه نه لري چې تفریحي ځایونو، لوبغالو او ښځینه حمامونو ته ولاړې شي او له محرم پرته اوږد واټن سفر وکړي.

طالبان د ښځو د حقونو په سیتماتیک نقض تورن دي، خو دوی دا ادعاوې ردوي

راپور: ثنا کاکړ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG