د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

" د افغانستان پوهنتونونه له تکړه استادانو او محصلانو تشیږي"


له ارشیفه د کابل پوهنتون د دروازې یو تصویر
له ارشیفه د کابل پوهنتون د دروازې یو تصویر

د (ټایمز هایر ایجوکېشن) په نوم نشریې د افغانستان او افغانانو پر یوې مهمې مسلې، چې ډېرو ورته پام نه دی کړی، لیکنه خپره کړې ده.

دا خپرونه وايي، د افغانستان پوهنتونونه تکړه استادان اوهمداراز محصلان له لاسه ورکوي.

د دې بریتانیايي خپرونې پر اساس، د اکاډیمکو کدرونو ځای هغه کسان نیسي چې دیني زده کړې یې کړي او له همدې کبله له زده کړو سره د محصلانو لېواتیا په کمېدو ده.

په وروستیو څه باندې دوو کلونو کې، چې طالبان واک ته رسیدلي، د افغانستان د پوهنتونونو سلګونه استادان نورو هیوادونو ته مهاجر شوي دي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

په اتیایمه لسیزه کې د شوروي اتحاد د پوځونو له یرغله وروسته هم د کابل پوهنتون، چې هماغه مهال یوازینی پوهنتون و، اکثره تکړه استادان بهر ته لاړل.

وروسته په نوي یمه لسیزه کې د مجاهدینو د خپلمنځي جګړو په مهال نه یوازې دا چې د پوهنتون لا ډیر استادان له هېواده ووتل؛ بلکې کابل پوهنتون تقریباً په کنډواله بدل شو.

د ۲۰۰۱ په وروستیو کې د نوي نظام له رامنځته کېدو وروسته د نړیوالو په پرېمانه مرستو ډېر شمېر استادان د افغانستان د پوهنتونونو لپاره وروزل شول. هغوی چې لیسانس درلود د ماسترۍ او هغوی چې ماستري لرله د دوکتورا لپاره بهرنیو هیوادونو ته د زده کړو لپاره لاړل او بېرته خپل هیواد ته ستانه شول ،خو اوس یو وار بیا د افغانستان پوهنتونونه له دا ډول کادرونو خالي کېږي.

یورو ایشیا ریفیو خپرونه

که طالبان ښې اړیکې غواړي، دوی باید نړیوال نظم ومني.

دا د دې خپرونې د لیکنې سرلیک دی چې ورلاندې لولو:

د طالبانو د واک ته رسیدو تر دوو کلونو زیاته موده کېږي، خو لا هم هیڅ هیواد په رسمیت نه دي پېژندلي. که دوی د نړۍ له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي باید هغسي تګلاره غوره کړي چې د نړۍ نور هېوادونه یې لري.

د دې لیکنې د لیکوال په باور، طالبان د نړۍ د حقایقو خلاف روان دي، ښځې یې له کار او نجونې له زده کړو منع کړي دي. حال دا چې د نړۍ په هیڅ هیواد کې ښځې او نجونې له کار او زده کړو منع نه دي.

پرون د دسمبر څلورمه د تیڅو ناکامورا یا کاکا مراد له څلورم تلین سره برابره وه. جاپاني خپرونې، جاپان نیوز په پرونۍ ګڼه کې د هغو مراسمو یادونه کړې چې د کابل په یوه سپورتي کلب کې د ناکامورا په یاد جوړ شوي وو.

ناکامورا، چې افغانانو د خدمت په خاطر د کاکامراد لقب ورکړی و، د ۲۰۱۹ د دسمبر په ۴ مه په ننګرهار کې ووژل شو.

د جاپان نیوز خپرونې پر اساس، ناکامورا خپل ژوند له خپل هېواده بهر خلکو خدمت ته وقف کړی و او په ځانګړي ډول یې هڅه کوله چې له کروندګرو سره د اوبه خور په برخه کې مرسته وکړي.

جاپان نیوز په کابل کې د ناکامورا د سپورتي کلب عکس او د ده په اړه د یو شمېر افغانانو خاطرې هم خپرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG