د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

واشنګټن پوسټ: طالبانو د ګوزڼ ناروغۍ پر ضد جګړه اعلان کړې


په کندهار کې یو واکسیناتور ماشومانو ته د واکسین د تطبیق پرمهال. September 25, 2023
په کندهار کې یو واکسیناتور ماشومانو ته د واکسین د تطبیق پرمهال. September 25, 2023

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ګوزڼ د ناروغۍ پر ضد پر روانو هڅو لیکنه کړې چې سرلیک یې دی: "طالبانو چې اوږده موده یې د ګوزڼ پر ضد د کمپاینونو مخه نیوله اوس یې د دې ناروغۍ پر ضد جګړه اعلان کړې."

د لیکنې په پیل کې راغلي، د تېرې شل کلنې وسله‌والې جګړې په ترڅ کې طالبانو په تکرار د واکسینونو د هغو کمپاینونو مخه نیوله چې کور په کور کې ترسره کېدل.

د ورځپاڼې په وینا، دې چارې مرسته وکړه چې افغانستان لا هم په نړۍ کې د هغو دوو هېوادونو ډله کې پاتې شي چېرې چې د ګوزن یا پولیو ناروغي لا هم موجوده ده.

خو د واشنګټن پوسټ وايي، د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ دوه کلونه وروسته دې ډلې د پولیو د واکسینونو پر وړاندې خپله پالیسي بشپړه بدله کړې، هغه څه چې ورځپاڼې د تمې خلاف بللي او ویلي یې دي دې وضعیت اوس په تېرو دوو لسیزو کې د ماشومانو د دې فلجوونکي او ساري ناروغۍ د بشپړه له منځه وړلو لپاره غوره فرصت رامنځته کړی.

راپور وړاندې د افغانستان په ختیځ کې چېرې چې په وروستیو کې د ګوزڼ ناورغۍ څو پېښې ثبت شوي د واکسینونو د یو وروستي کمپاین کیسه کوي چې واکسیناتوران د سړک پر غاړه د طالبانو د تالاشۍ له پوستو سره په موټرو کې په ناواکسین شویو ماشومانو پسې لټون کوي.

واشنګټن پوسټ همدارنګه زیاتوي چې په دې کال کې افغانستان کې د عامې روغتیا پر کمپاینرانو د کوم وژونکي برید راپور نه دی ورکړی شوی او دوی اوس ډاډمن دي چې هغو سیمو ته چېرې چې مخکې د واکسینونو کمپاینونه نه شوه رسېدلی واکسین رسولی شي.

د یادونې وړ ده چې په تېرو شلو کلونو کې طالبانو د ګوزڼ د ناروغۍ پر ضد د کور په کور واکسینونو مخه نیولې وه او ډېره کله په هغو کسانو وسله‌وال بریدونه کېدل چې ماشومانو ته یې د ګوزڼ ناروغۍ واکسین ورکول.

اینډیپینډینټ:

اینډیپینډینټ برتانوۍ ورځپاڼې بیا افغانستان ته د سیلانیانو په ورتګ یوه لیکنه کړې او د لوپین ټراول په نوم د یو سیاحتي شرکت د مشر ډیلان هاریس له خولې وايي، افغانستان وروستی ځای و چې نوموړي ورته د سیاحت لپاره د خلکو د ورتګ تمه لرله.

ورځپاڼه وړاندې لیکي د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته سفر "خورا زیات خطرناک" بللی دی.

خو هاریس اینډیپینډینټ ته ویلي، باور یې نه راځي چې په دې کال کې افغانستان د دوی په لېست کې یو له هغو هېوادونو څخه وو چې ډیر سیاحتي سفرونه ورته مخکې له مخکې پلورلي دي.

دې کمپنۍ مخکې هم افغانستان ته د سیاحت سفرونه برابرول، خو هاریس ورځپاڼې ته ویلي، کله چې ۲۰۲۱ م کال طالبان بیا واکمن شول، دوی دې هېواد ته د سیلانیانو استول بند کړل.

اینډیپینډینټ د هاریس له خولې زیاتوي، وروسته ورته څرګنده شوه چې افغانستان اوس د پخوا پرتله د سفر لپاره خوندي دی، ځکه په وینا یې هغو کسان چې دوی پخوا ترې ځان ساتلو اوس په دې هېواد واکمن دي.

هغه ویلي چې د راتلونکې کال لپاره یې افغانستان ته د اتو سیاحتي ډلو سفرونه لا دمخه پلورلي دي.

خو ورځپاڼې په عین حال کې د ښځینه بهرنیو سیلانیانو لپاره د طالبانو محدودیتونه هم یاد کړي.

طالبانو په وروستیو کې بامیانو ته نږدې ملي پارک ته د ښځینه وو پر ورتګ بندیز ولګاوه.

طالبانو د خپلې بیاځلي واکمنۍ راهېسې پر افغان ښځو تر شپږم ټولګي پورته د زده کړو دروازې تړلي او په بهرنیو او ګڼو کورنیو ادارو کې یې ښځې له کار کولو منعه کړي دي.

دوی همدارنګه د بهرنیو ښځینه سیلانیانو لپاره هم یو لړ محدودیتونه ټاکلي دي.

XS
SM
MD
LG