د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

هره میاشت ۱۱زره افغانان د اروپايي ټولنې په غړیو هېوادونو کې پناه غواړي


سربیا ته رسېدلي د بېلابېلو هېوادونو کډوال
سربیا ته رسېدلي د بېلابېلو هېوادونو کډوال

نېشن ورلډ:

نېشن ورلډ خپرونې په جرمني کې د کډوالو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې ویل شوي چې سږ کال تراوسه پورې ۳۰۰ زرو تنو په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د دې خپرونې پر اساس، دا شمېر د تېر کال د ورته مودې پرتله څه باندې ۶۰ سلنه ډېر دی. په ۲۰۲۲ کې د اکټوبر تر میاشتې پورې نږدې یولکو ۹۰ زره تنو په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې وه.

سره له دې چې اروپا او په ځانګړي ډول جرمني ته د افغانانو د مهاجرت په اړه ډېر خبرونه خپرېږي، خو د نېشن ورلډ خپرونه وايي چې په جرمني کې د پناه غوښتونکو په منځ کې تر ټولو ډېر لومړی سوریه وال او بیا ترکان دي.

له دې جلا د اروپايي ټولنې د کډوالو اداره وايي، د روان میلادي کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د دې اتحادیې په غړیو هېوادونو کې ۸۶ زره افغانانو د پناه غوښتنې کړي دي.

دې ادارې همداراز ویلي چې په افغانستان کې له وروستیو تحولاتو وروسته هره میاشت ۱۱زره افغانان د اروپايي ټولنې په غړیو هېوادونو کې پناه غواړي.

په دې شمېر کسانو کې هغه افغانان شامل نه دي چې له اروپايي اتحادیې دباندې د دې لویې وچې په نورو هېوادونو کې یې د پناه غوښتنه کړې ده.

د اروپايي اتحادیې د کډوالو د چارو د ادارې په وینا، د اروپايي اتحادیې په غړیو هېوادونو کې افغان دوهم ملت دی چې په دې اتحادیه کې د پناه زیاته غوښتنه کوي.

په هرو درېیو افغانانو کې یو یې، بې‌سرپرسته ماشوم دی چې د پناه غوښتنه کوي.

په همدې حال کې د ملګروملتو د کډوالو لویه کمېشنري وايي چې لا هم تر ۳ میلیونه زیات افغانان په خپل هیواد کې کډواله دي.

دې کمیشنرۍ په خپل وروستي راپور کې ویلي چې ۳ میلیونه او ۲۵ زره افغانان کورني بې ځایه شوي او لږترلږه پنځه نیم میلیونه په ګاونډیو هیوادونو کې کډوال دي.

د اوچا ویبپاڼه:

د ملګروملتو د بشري مرستو د تنظیم ادارې یا اوچا پر خپله ویبپاڼه له افغانستان سره د ناروې د بشري مرستو خبر ورکړی دی.

د اوچا پر اساس، د ناروې د نړیوالې پراختیا وزیره ان بیت تفینیریم وايي، هېواد یې ۵۵ میلیونه نارویژي کرونه مرسته کوي.

په دې پیسو به په افغانستان کې له هغو خلکو سره مرسته وشي چې خوړو ته اړتیا لري.

د ملګروملتو د مرستندویو ادارو پر اساس، ۲۹ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانان په نړیوالو بشري مرستو متکي دي.

له پاکستان او ایران څخه د سلګونو زره افغان کډوالو د ایستلو له کبله په افغانستان کې بشري وضعیت لا خراب شوی دی.

XS
SM
MD
LG