د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

ازاد: پر میر رحمان رحماني او زوی یې بندیزونه به د ډېرو نورو مخکینیو چارواکو د فساد قضیو د څېړلو پیلامه شي


د سیاسي چارو شنونکی، نجیب ازاد
د سیاسي چارو شنونکی، نجیب ازاد

د فساد په قضیو کې د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې پر مشر میررحمان رحماني او د هغه پر زوی د بندیزونو له لګولو وروسته متحد ایالات وايي چې د فساد پرضد مبارزې ته به دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویاند ماتیو میلر پرون سې شنبې په واشنګټن کې په یو ه خبري غونډه کې دې پوښتنې ته چې آیا په فساد کې پر ښکېلو نورو افغان چارواکو به هم بندیزونه ولګول شي که نه په ځواب کې وویل چې متحدوایالتونو د افغانستان د پارلمان پر مشر او د هغه د کورنۍ پر نژدې غړو په کور دننه او بهر په پراخ فساد کې د لاس لرلو په خاطر بندیزونه ولګول چې له مخې یې امریکا ته د دوی پر سفر هم بندیز لګول کېږي.

ښاغلي میلر زیاته کړه چې امریکا به په عین حال کې په افغانستان کې دننه او بهر د فساد پرضد مبارزې ته دوام ورکړي.

د امریکا د خزانې وزارت بیګا ناوخته په یوه بیان کې وویل چې د بهرنیو شتمنیو د کنټرول څانګې یې پر رحماني، د هغه پر زوی اجمل رحماني او له دوی سره پر تړلو ۴۴ کمپنیو د نړۍ په کچه په پراخ فساد کې د دوی د ونډې په خاطر بندیزونه لګوي.

په دې اړه نوریاس نوري د سیاسي چارو له شنونکي او د امریکا د ویسکانسن پوهنتون له استاد نجیب ازاد سره چې د افغانستان په اړه په چاپ شوي کتاب کې یې په افغانستان کې د جمهوریت په مهال د اداري فساد ډېرې بېلګې هم یادې کړي، مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې په افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې د پخواني جمهوري نظام پر مهال د ترسره شوي اداري فساد په وړاندې امریکا په څه ډول مبارزه کولای شي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک پرانېزئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:08 0:00

XS
SM
MD
LG