د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

په غزې کې د یوه نوي اوربند ټینګېدو ته هڅې ګړندۍ شوي


په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

په غزې تړانګه کې د اسراییلي پوځیانو او حماس ترمنځ، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، یوه نوي اوربند ته هڅې ګړندۍ شوي دي.

په غزې تړانګه کې چې اسراییلي پوځیانو کلابنده کړې د یوه نوي اوربند ټینګېدو ته هڅې ګړندۍ شوي او راپورونه وایي، راتلونکو څو ورځو کې هوکړې ته د رسېدو امکان شته.

رویټرز خبري اژانس لیکلي چې د حماس مشر اسماعیل هنیه، چې په قطر کې اوسېږي، د اوربند په تړاو د خبرو په هدف پرون چهارشنبه د مصر پلازمېنې قاهرې ته ولاړ.

د حماس مشر اسماعیل هنیه
د حماس مشر اسماعیل هنیه

په قاهره کې له شویو بحثونو یوې باخبره سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي چې د حماس پلاوي او مصري او اسراییلي چارواکو د پاتې یرغمل شویو اسراییلیانو او بندي فلسطینیانو پر تبادلې خبرې سره کړي دي.

سرچینې زیاته کړې ده چې اسراییلي لوري د قاهرې په خبرو کې د ښځینه او ناروغو یرغمل شویو کسانو پر خوشې کېدو ټینګار کړی دی.

رویټرز د یوه فلسطیني چارواکي په حواله ویلي چې د حماس پلاوي د لنډمهاله اوربند له ټینګېدو سره مخالفت کاوه او د یوه دایمي او باثباته اوربند غوښتنه یې کوله.

له کله چې د تېرې اکټوبر میاشتې په ۷مه د اسراییلي ځواکونو او حماس جګړه پيل شوې، یوازې د یوې اوونۍ په مخه په کې اوربند یا دمه راغلې چې پر مهال یې لسګونه یرغمل شوي اسراییلیان او فلسطیني زندانیان تبادله شول او غزې ته د مرستو کاروانونه ورسېدل.

په غزه کې د نوي اوربند ټینګېدو ته هڅې داسې مهال ګړندۍ شوي چې اسراییلي چارواکي په غزه کې ملکیانو او ملکي تاسیساتو ته د ډېر زیان اړولو له کبله تر فشار لاندې دي.

په غزه کې د روانې جګړې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور.
په غزه کې د روانې جګړې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور.

په همدې حال کې ملګري ملتونه وایي چې د غزې تړانګې د جګړې له کبله د دې کلابندې شوې سیمې یو اعشاریه نهه میلیونه کسان چې د غزې د ټولو وګړو ۸۵ فیصده کېږي، له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

د غزې دغه بې ځایه شوي اوسېدونکي چې تر ډېره د ملګرو ملتونو په کمپونو کې اوسېږي د سون توکو، خوراکي موادو، اوبو او درملو له کمښت سره مخامخ دي.

اسراییل وروسته تر هغه پر غزې بریدونه پيل کړل چې حماس سخت دریځې ډلې د تېرې اکټوبر میاشتې په اوومه نېټه پر اسراییلو په برید سره شاوخوا ۱۲ سوه کسان ووژل او ۲۴۰ شاوخوا نور یې له ځان سره غزې ته برمته کړل.

د غزې د عامې روغتیا وزارت چې د حماس تر واک لاندې ده ویلي چې فلسطیني لوري ته د وژل شویو کسانو شمېر نژدې شل زرو ته رسېدلی او په وینا یې زرګونه نور کسان تري تم او تر خاورو لاندې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG