د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

د کابل د مکروریانونو ځینې اوسېدونکي: طالبان مو د بخاریو ایښودلو ته نه پرېږدي


آرشیف، مرکز ګرمي
آرشیف، مرکز ګرمي

د ژمي په راتګ سره په کابل کې د مکروریانونو یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي او وایي چې د طالبانو حکومت یې د بخاریو ایښودلو ته نه پرېږدي.

د کابل د لومړي مکروریانو اوسېدونکې اوږۍ امېل ازدي راډیو ته وویل چې په ۲۴ ساعته کې یوازې دوه ساعته برښنا لري، ګاز قیمته شوی او په وینا یې مرکزګرمۍ د جمهوریت له وخت څخه خرابې دي.

هغه وايي، د لرګیو یا سکرو بخارۍ ایښودلو ته یې د طالبانو د حکومت د حفظ او مراقبت د ریاست کسان نه پرېږدي او دوی اوس حیرانه دي چې سږنی ژمی څنګه تېر کړي.

نوموړې زیاتوي: "زما څنګ کې یوه سپین سرې مریضه ښځه ده، په کور کې ماشومان دي. دا همسایه بې‌چاره مجبوره وه چې د کور د ګرمولو لپاره بخارۍ کېږدي، د حفظ او مراقبت کسان راغلل له حوزې سره غالمغال یې جوړ کړ، بخارۍ یې ورباندې لرې کړه، ورته یې وویل چې بل ځل دا کار تکرار نه شي."

د څلورمو مکروریانونو اوسېدونکی جمال هم ورته شکایت لري.

دا ادعا کوي چې طالبان مالیه، د صفایي پیسې دا هر څه په زور ټولوي، خو په بدل کې یې خلکو ته لازم خدماتونه نه وړاندې کوي.

هغه زیاتوي: "حکومت اوس د پیسو په ټولولو کې دی، صفاي په وخت غواړي، مالیه په وخت ټولوي چې خبره د خدمتونو شي بیا دومره څوک نه شته چې موږ خپله ستونزه ورته ووایو. زما خپله کور کې سپین سرې مور پلار او واړه بچي دي، سږ کال به د سړو له وجې روغ پاتې نه شي. کوټې مو ډېرې سړې دي."

د درېیمو مکروریانو اوسېدونکې مرینا بیا وایي چې دوی هم سږ کال د طالبانو له وېرې بخارۍ نه ده ایښې.

هغې ازادي راډیو ته وویل چې په پلاستیکي بوشکو کې جوش شوې اوبه اچوي بیا یې په کمپله کې ځان سره ږدي.

هغه زیاتوي: "کوټې داسې سړې دي چې بیخي مو د سترګو ګاټي خوږیږي، له هغه وخت څخه چې مرکزګرمۍ غیرفعالې شوې وې د لرګیو بخارۍ مو کېښودله، خو سږکال یې طالبان نه پرېږدي."

د کابل په مکروریانونو کې د بلاکونو یو شمېر وکیلان هم دا ستونزه تایدوي.

د لومړیو مکروریانونو د یوه بلاک وکیل، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي وایي، له یوې خوا بې‌کارۍ او بې وزلۍ خلک په تنګ کړي، بل یې د دې ژمي په دې سړه هوا کې د طالبانو حکومت بخارۍ کېښودلو ته نه پرېږدي.

هغه وايي: "زه هم حیران یم چې اخر به څه کېږي؟ خلک یې ډېر په عذاب کړي، کار نه شته، پیسې نه شته، ګاز او تېل قیمته دي، په یخو کوټو کې ناست یوو."

دا شکایتونه د طالبانو د حکومت د حفظ او مراقبت د ریاست د مرکزګرمیو له امر انجینر محمد انور سره شریک شول، خو نوموړي د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو په کابل کې د مکروریانونو د اوسېدونکو دا شکایتونه داسې مهال دي چې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې څه موده وړاندې په خپله ایکس شبکه ولیکل، د ژمي په راتګ سره د ښارګوټو او د دنګو ودانیو خاوندان مسوولیت لري، د تودولو سیستمونه برقي یا ګازي کړي.

دغې ادارې لیکلی وو چې د کابل ښار د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره یې په ګڼ مېشتو سیمو، دنګو ودانیو او ښارګوټو کې د خبرتیا لپاره څه باندې دوه زره اطلاعیې خپرې کړې دي.

مخکې د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو د هوا د ککړتیا له امله ازادي راډیو ته شکایتونه کړي وو.

د ملګرو ملتونو د ماشومانود ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف ویلي، د سپټمبر له درېیمې اوونۍ راهیسې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې شدیده تنفسي ناروغي خوره او مخ په ډېرېدو ده چې د د دغه ادارې له قوله ښايي لامل یې ژمی وي.

XS
SM
MD
LG