د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

د نوي زیږدیز کال پیل او د یو شمېر افغانانو هیلې او غوښتنې


د نوي زیږدیز کال د پيل یو اړوند تصویر
د نوي زیږدیز کال د پيل یو اړوند تصویر

د ۲۰۲۴زيږديز کال په رارسېدو سره هم‌مهاله یو شمېر افغانان غواړي چې په افغانستان او بهر کې د دوی ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخيستل شي.

دوی هیله لري چې سږ کال یې په افغانستان او بهر کې د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته شي.

د بشري حقونو وضعیت، بې‌وزلي، بې‌کاري، ګاونډیو هېوادونو ته کډوالي د طالبانو د حکومت له‌خوا د ښځو پر کار او زده‌کړو د بندیزونو دوام هغه مهمې ستونزې وې چې افغانان ورسره په ۲۰۲۳ کال کې لاس او ګرېوان وو.

د پروان ولایت یوه بې‌سرسته مېرمن شفیقه وايي، ۲۰۲۳ کال یې له ستونزو ډک و، خو هیله لري چې په ۲۰۲۴ کال کې به دغه ‌ډول ستونزې ونه ګوري.

هغه وایي:

" ۲۰۲۳ کال د قحطۍ، ستونزو او بې‌وزلۍ کال و، خاوند نه لرم، ستونزې ډېرې وې او هیچا هم زموږ ستونزو ته پام نه‌دی کړی، خدای دې وکړي چې دا کال ښه کال وي او د حکومت ترڅنګ نړیواله ټولنه هم زموږ ستونزو ته پام‌لرنه وکړي."

که څه هم د طالبانو حکومت په ځلونو ادعا کړې چې د ډېرو خلکو ستونزو ته يې رسېدنه کړې، خو د پر افغانستان د دوی له بياځلي واکمنۍ وروسته، د نړيوالې ټولنې په ملاتړ ملګري ملتونه لا هم د افغانانو یو له مهمو تمویلوونکو څخه و.

افغان نجونوتېر زیږدیز کال د زده کړو له حقه په محرومیت تېر کړ، د نوي کال په اړه نه پوهیږي چې دا حق به ترلاسه کړي کنه؟
افغان نجونوتېر زیږدیز کال د زده کړو له حقه په محرومیت تېر کړ، د نوي کال په اړه نه پوهیږي چې دا حق به ترلاسه کړي کنه؟

د کورنیو د بې‌وزلۍ تر څنګ د نجونو او ښځو پر کار او زده‌کړو بندیز هم پر ځای پاتې شو او د نړیوالې ټولنې له هڅو سره سره د طالبانو حکومت هم دغو بندیزونو ته دوام ورکړ.

په بلخ ولايت کې د پوهنتون محصله شيذر صميم وايي، تېر کال یې کوم پرمختګ نه درلود، خو سږ کال له نړيوالې ټولنې غواړي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانستلو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

صمیم زیاتوي:

" تېر کال د پوهنتون او ښوونځيو د نجونو او کار کوونکو ښځو لپاره له لاسته راوړنو په ډک کال بدلېدلی شو، خو له بده‌مرغه هره ورځ چې تېرېږي، د دې هېواد د ښځو او نجونو د ژوند يوه ورځ ضايع کېږي، پرته له کومې لاسته راوړنې او پرمختګ. له نړیوالې ټولنې مې غوښتنه دا ده چې د پوهنې مسئله جدي ونیسي، زموږ د وضعیت په اړه فکر وکړي، زموږ ټولې هیلې له نړیوالې ټولنې دي او له طالبانو څخه هېڅ هیله نه‌لرو."

هغه غوښتنه چې په تېرو څه باندې دوه کلونو کې په وار وار د افغان نجونو له‌خوا مطرح شوې ده.

په ۲۰۲۳ کال کې د افغانانو لپاره یو بل جدي بحران کډوالي وه چې افغانان یې حدي ستونزو سره مخ کړي وه.

د تېر کال له پای ته رسېدو او د نوي له پيل سره لا هم له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو د افغان کډوالو شړل دوام لري
د تېر کال له پای ته رسېدو او د نوي له پيل سره لا هم له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو د افغان کډوالو شړل دوام لري

له ایران، ترکیې او پاکستان څخه د کډوالو ايستل او نيول، اقتصادي ستونزې، ذهني او رواني ربړې او د ښه مالي توان نه درلودل په ۲۰۲۳ کال کې په دغو هېوادونو کې د افغانانو له لویو ستونزو څخه ګڼل کېږي.

اېمل یو له هغو افغان کډوالو څخه دی چې له دوو کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي.

وايي په دغه هېواد کې یې له ستونزو ډک یو کال تېر کړی او هیله لري چې ۲۰۲۴ کال به د تېرو ستونزو تکرار نه وي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

"دا واقعاً له ستونزو ډک کال و، دا هغه کال و چې په پاکستان کې مېشتو ټولو افغانانو شکایتونه کول، که څه هم دوی په وار وار د بشري حقونو سازمانونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) دفتر ته مراجعه وکړه. غږ یې پورته کړ، خو له بده‌مرغه غږ یې چا نه اورېده، هیله لرم چې ۲۰۲۴ کال به په پاکستان کې د مېشتو کډوالو لپاره ښه کال وي."

یو شمېر افغانان په دې باور دي چې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د دوی د اساسي ستونزو د هواري لپاره عملي ګامونه نه‌دي پورته شوي او د نړیوالې ټولنې په ګډون د ټولو بنسټونو هڅې د خبرو تر بريده دي.

که څه هم دوی ۲۰۲۴ میلادي کال له زياتو هيلو د نړیوالې ټولنې له‌خوا د خپلو ستونزو د هواري لپاره د عملي ګامونه اخيستلو په تمه راپيل کړی، خو وايي که سږ کال د دوی ستونزو ته پام ونه‌شي، په افغانستان کې به بشري ناورین زیات شي او خلک به له ستونزو او بد وضعيت سره مخ شي.

هغه څه چې یو شمېر نړیوالو سازمانونو یې هم د زیاتوالي او دوام په اړه اندېښنه ښودلې او له افغانستان سره یې په بېلابېلو برخو کې د بېړنيو مرستو غوښتنه کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG