د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۹

ښځو ته د طالبانو نوی شرط؛ له " شرعي حجاب" پرته مو روغتیایي سکتور کې نه ګمارو


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د طالبانو حکومت د ازموېنو ملي ادارې د روغتیا وزارت په مسلکي بستونو د ګمارنې لپاره د نوم‌لیکنې خبر ورکړی او اعلان یې کړی، هغه ښځې چې" شرعي حجاب" مراعت نه‌کړي، د نوم‌لیکنې او ګمارنې له پروسې به محرومه کړل شي.

دې ادارې د دوشنبې په ورځ په خپله فیسبوک‌پاڼه په یوه اعلامیه کې لیکلي، هغوی چې" شرعي حجاب" و نه لري، د نوم‌لیکنې ځای ته به د دننه کېدو اجازه ور نه کړل شي.

د طالبانو حکومت د ازموېنې ملې ادارې د " حجاب" د څرنګوالي په اړه ډېر جزییات نه‌دي لیکلي، خو له خپلې اعلامیې سره د ابي چادري تصویر هم خپور کړی دی.

دې ادارې دا هم ویلي چې د نوم‌لیکنې لپاره یې د نارینه‌وو او ښځو لپاره دوه بېلابېل ځایونه جوړ کړي دي.

معلومه نه‌ده چې د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت په مسلکي بستونو څومره ښځې ګماري، خو د طالبانو حکومت د ازموېنو ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، ۵۵۰۰ تنه به چې له دې وړاندې یې وروستي نوم‌لړ ته لار پیدا کړې؛ په دې بستونو د ګمارل کېدو لپاره ازموېنه ورکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت لوګو
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت لوګو

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۲ د ډسمبر په وروستیو کې طالبانو د نجونو پوهنتونونه هم وتړل او هغوی چې په وروستیو سمسټرونو کې وې، له فراغت پاتې شوې.

موده وړاندې د طالبانو د روغتیا وزارت سرپرست قلندر عبادر ارزګان کې یوې غونډې ته ویلي وو، د ښځینه ډاکټرانو له کمي سره مخ دي او د دې ستونزې د حل لپاره کار کوي.

په همدې حال کې په کندوز ولایت کې یوه قابله چې و یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، ۱۲ ورځې وړاندې یې غوښتل په یوه روغتیايي بست د ګمارل کېدو لپاره نوم‌لیکنه وکړي، خو ځايي چارواکو ته ورته وویل چې باید چادري په سر کړي.

هغه زیاتوي:

"خپله د یوې همداسې ورځې شاهده یم. د کندوز د عامې روغتیا روغتون د ماشومانو څانګې ته تللې وم او فورمه مې ډکوله. موږ ته وویل شول چې باید چادري په سر کړو. "

د افغانستان په دودیزه ټولنه کې ښځې هر وخت حجاب اغوندي، خو د طالبانو حکومت داسې مهال چې د حجاب لپاره یوه مشخص تعریف نه‌لري؛ د بېلابېلو ډولونو حجاب د اغوستو فشار یې خلک له ډول ډول ستونزو سره مخ کړي دي.

د طب پوهنځي یوه مخکنۍ محصله چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، په بېلابېلو بهانو په ښځو د محدودویتونو دوام د افغانستان راتلونکې ته زیان رسوي.

دغه مخکنۍ محصله زیاتوي:

"که د ښځو په تعلیم و تحصیل او کار محدودیتونه زیات شي، موږ به څه ډول وکولای شوو چې یوه ښځه ډاکټره یا هم معلمه ولرو. داسې مهال چې افغان ښځو تل اسلامي حجاب مراعت کړی دی ."

له " شرعي حجاب" څخه د طالبانو انګېرنه دا ډول او له بیا واکمنیدو سره هڅه کوي چې همدا ډول حجاب پر ښځو ومني
له " شرعي حجاب" څخه د طالبانو انګېرنه دا ډول او له بیا واکمنیدو سره هڅه کوي چې همدا ډول حجاب پر ښځو ومني

د ښځو د حقونو یوه فعاله راضیه برومند بیا د طالبانو حکومت له‌خوا د حجاب په نوم په ښځو د فشار راوستل، له ټولنې د هغوی د ګوښه کېدو په معنا بولي.

برومند زیاتوي:

"دا ټولې ستونزې او د ښځو ځپل له ټولنې د سیاسي، ټولنیز او اقتصادي برخو د ښځو د لېرې کولو لپاره دي. که چېرې ښځې د دوی له غوښتنې سره سم چادري یا هم بشپړ حجاب واغوندي او کار ته راشي، طالبان به یې بیا هم د کار کولو مانع وګرځي. "

د طالبانو اوسنی رژیم د نړیوالې ټولنې له‌خوا د بشري حقونو په ځانګړې ډول د ښځو او نجونو د حقونو په پراخه نقض تورن دی او تر خوا یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا طالبانو د ښځو پر وړاندې په جنسیتي سیسټماټیک تبعیض تورن کړي دي، خو له دې ټولو سره سره طالبان ادعا کوي چې دوی " د اسلام په چوکاټ کې" د ښځو حقونه ورکړي دي.

طالبانو ښځو ته د " اسلام په چوکاټ کې" د ورکول کېدونکو حقونو یوه واضحه تګ‌لاره او تعریف هم نه‌دی وړاندې کړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG