د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

میاخېل: د سیمې هره پېښه پر افغانستان اغېز لري


د ایران په کرمان کې د قاسم سلیماني د څلورم تلین په مراسمو د برید له کبله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ایران په کرمان کې د قاسم سلیماني د څلورم تلین په مراسمو د برید له کبله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

په ایران کې پرون د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین په مناسبت مراسمو کې دوو چاودنو تر سلو زیات کسان ووژل.

د ایران حکومت نن په دغه هېواد کې د دې پېښې له کبله عمومي ماتم اعلان کړی دی.

په کرمان کې په دغو چاودنو کې تر ۲۱۱ زیات نور کسان ټپیان شوي او اټکل کېږي چې د مړو او ټپیانو شمېر زیات شي.

قاسم سلیماني په ۲۰۲۰م کال کې د عراق پلازمېنې بغداد ته نږدې د امریکا د متحدو ایالتونو د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي دغه چاودنې یوه توطیه بللې او داسې وخت کېږي چې په منځني ختیځ عمدتاً غزه کې له میاشتو راهیسې کړکېچ روان دی.

زموږ همکار، د سیاسي مسایلو له شنونکي شاه محمود میاخېل څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې چې په منځني ختیځ کې وروستیو تحولاتو ته په پام سره په ایران کې دغسې یوه خونړۍ چاودنه څه پیغام ورکوي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:10 0:00
XS
SM
MD
LG