د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

د برېل خط نړیواله ورځ؛ یو شمېر نابینایان: پر زده‌کړو د طالبانو بندیز ناهیلې کړي یوو


ارشیف: په افغانستان کې نابینا نجونې د برېل لیکنې د لوستلو پر مهال
ارشیف: په افغانستان کې نابینا نجونې د برېل لیکنې د لوستلو پر مهال

نن د جنورۍ څلورمه د برېل خط یا 'د نابینایانو لپاره د ځانګړي خط' نړیواله ورځ ده.

د برېل رسم الخط نابینایانو ته د لوستلو او لیکلو توان ورکوي.

برېل د نړۍ په بېلابېلو ژبو نابینایانو ته تدریس کېږي.

په افغانستان کې یو زیات شمېر نابینایانو د برېل په مرسته تر بېلابېلو علمي کچو پورې زده کړې کړي او د کار بازار ته هم راجلب شوي دي.

خو اوس په افغانستان کې د نورو ښځو او نجونو په څېر نابینا ښځې او نجونې هم د طالبانو حکومت لخوا له شپږم ټولګي پورته زده کړو بې برخې دي.

یو شمېر یې د برېل نړیوالې ورځې په مناسبت وايي چې د طالبانو له لوري له زده کړو څخه د بې برخې کېدو له امله ناهیلې شوې دي.

د کابل ښار اوسېدونکې او یوه نابینا نجلۍ فريما وايي، له دوو کلونو راهيسې ښوونځي ته له تګ څخه بې برخې ده او که د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو د زده کړې مخه نه وای نيولې، اوس به د ښوونځي په اتم ټولګي کې وه.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل چې لا هم د طالبانو حکومت له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیز د لیرې کېدو په تمه ده.

هغې زیاته کړه: "اوسمهال ښوونځي زمونږ پر مخ تړل شوي او په کور کې یو. موږ ډېرې اندېښمنې یوو چې د ښوونځي دروازې به څه وخت زموږ پر مخ پرانیستل شي او موږ به خپلو درسونو ته دوام ورکړو. زه اوس په کور کې يم او ډېره خفه یم چې ښوونځی به کله پيلېږي."

حمیرا یوه له هغو کسانو ده چې وايي، څلور کاله وړاندې یې د یوې موسسې په مرسته د برېل خط زده کړی او له هغه وروسته له نابینا ماشومانو سره د زده کړې په برخه کې مرسته کوي.

د هغې په وينا، اوسمهال په دې څانګه کې تر ٢٠ زيات زده کوونکي لري.

که څه هم نوموړې له شپږم ټولګي څخه پورته نابینا هلکانو او نجونو ته د مساوي فرصتونو په نشتوالي نیوکه کوي چې ښوونځي ته لاړ شي او د برېل خط په مرسته علم زده کړي، خو د نابینایانو لپاره د بریل خط د اهمیت په اړه داسې وايي: "د دې رسم الخط له لارې دوی پوهېږي او کله چې دوی یې لمس کوي نو پوهېږي چې څه لیکل شوي او څنګه یې باید ولولي له همدې امله دا رسم الخط خورا مهم دی او دا خط موږ سره مرسته کوي چې زده کونکي پوه کړو."

ارشیف: په کابل کې د نابینا نجونو یو ښوونځی چې دا مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ تړل شوی دی.
ارشیف: په کابل کې د نابینا نجونو یو ښوونځی چې دا مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ تړل شوی دی.

له دولسم ټولګي فارغه نوریه وايي چې د طالبانو حکومت د بندیزونو له امله یې د لوړو زده کړو ارمان نیمګړی پاتې شو.

هغه وايي: "ما ډېرې هیلې درلودې. زما موخه دا وه چې پوهنتون ته ولاړه شم. د پوهنتون وروسته کار ولرم او که نابینا هم یم کار وکړم او کورنۍ سره مې مرسته وکړم همدغه شان چې زما کورنۍ ماسره مرسته کړې، خو راپېښو ستونزو او د پوهنتونو له تړل کېدو وروسته ومو نه‌شو کولای خپلو موخو ته ورسېږو."

یوه بله برخه چې په افغانستان کې نابینایانو زده کوله د سمت پیدا کول و.

یو له هغو کسانو څخه چې په افغانستان کې یې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو مخکې په دې برخه کې له نابینایانو سره کار کاوه، وايي چې د 'سمت پیژندنې' روزنه نابینایانو ته اجازه ورکوي چې خپلې ورځنۍ ستونزې په ښه توګه حل کړي.

هغې چې نه غوښتل، نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "د سمت پېژندنې له لارې دوی کولی شي خپلې ټولې ورځنۍ ستونزې حل کړي؛ د بېلګې په توګه تګ راتګ، ناسته؛ د بېلګې په توګه له لکړې سره تر ښوونځي پورې ولاړ شي او بېرته کور ته راشي. دا هغه مرستې او خدمتونه وو چې موږ له دوی سره کول. اوس د شپږم ټولګي نه پورته نجونې نه شته او هلکانو ته زده کړې شته چې په بېلابېلو ښوونځیو کې له لومړي څخه تر دولسم ټولګي پورې دي."

د نوموړې په ټکو، اوسمهال د طالبانو حکومت د محدوديتونو له امله د دوى بنسټ په افغانستان کې فعالیت نه لري او نابینا او کم بینا نجونې د دوی له خدمتونو بې برخې شوې دي.

د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت ویاند مفتي فیصل خاموش په افغانستان کې د نابینایانو د شمېر، هغوی ته د ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي او نورو اړوندو پوښتنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې وتړلې او په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي دفترونو کې یې هم د هغوی پر کار بندیز ولګاوه چې دې بندیزونو نابینا ښځې او نجونې هم اغېزمنې کړي دي.

د برېل نړیواله ورځ هر کال د جنورۍ په څلورمه له دې امله نمانځل کېږي چې خلک د نابینا او کم بینا خلکو د بشري حقونو د یوې برخې د پر ځای کېدو د یوې ارتباطي وسیلې په توګه د برېل په اهمیت پوه شي.

دا ورځ د ۲۰۱۸ کال د نومبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له خوا ونومول شوه.

برېل د لویس برېل لخوا اختراع شوی و چې په ماشومتوب کې یې په یوه حادثه کې خپل د سترګو لید له لاسه ورکړ.

دې خط په نړۍ کې د میلیونونو نابینایانو او لږ بيناوو خلکو لپاره په اسانۍ سره لیکل او لوستل ممکن کړي دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG