د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

ایران ته تللې افغان سينګارګرې: دلته هم کار نه شو کولی


له ارشیفه د یو شمېر افغان ښځینه سینګارګرو تصویر
له ارشیفه د یو شمېر افغان ښځینه سینګارګرو تصویر

یو شمېر افغان ښځینه سينګارګرې چې د خپل مسلک د دوام لپاره ایران ته تللي، وايي چې د اسنادو د نشتوالي له امله په دغه هېواد کې هم نه شي کولى خپل مسلک ته دوام ورکړي.

دوی ازادي راډیو ته وویل له هغه وروسته چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې سينګارتونونه وتړل دوى ایران ته کډه شوې.

سانيه د غزني ولايت اصلي اوسيدونکې ده او اوس په ايران کې ژوند کوي.

نوموړې وايي، شپږ کاله مخکې یې د پلار له مړینې وروسته خپلې کورنۍ ته د يو مړۍ ډوډۍ موندلو په مـوخه زدکړې پرېښودې او په يو سينګارتون کې يې د سينګارګرې په توګه کار پيل کړ.

خو نوموړې وايي، وروسته له هغه چې د طالبانو حکومت سينګارتونونه وتړل، هغه او کورنۍ يې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوه.

سانیه زیاتوي، په دې هيله چې وکولى شي په ایران کې خپل مسلک ته دوام ورکړي ياد هېواد ته راغلې، خو د افغانستان په لوېدیځ ګاونډي ايران کې هم نشي کولى خپل مسلک مخ ته بوځي.

هغه وايي:

"زه د خپلې کورنۍ ډوډۍ ګټونکې یم، نږدې شپږ یا اووه کاله کېږي چې پلار مې شهید شوی، زما وروڼه کار نشي کولی، همدلته يو نو، کله چې راغلو د سينګارتون يو صالون ته لاړم اسناد يې رانه وغوښتل ويل يې اسناد نه لرې. ايران کې هم ستونزې ډېرې دي."

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره د ښځو سینګار ځایونه هم بند او کارکوونکې یې په کور کېناستو ته مجبوره شوې
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره د ښځو سینګار ځایونه هم بند او کارکوونکې یې په کور کېناستو ته مجبوره شوې

مريم چې د پنځو ماشومانو مور ده هم وايي، چې په کابل کې يې سينګارتون درلود او د طالبانو د حکومت له خوا د سينګارتونو له تړل کېدو او پر دې کار له بنديز لګولو وروسته ايران ته ولاړه.

هغې ادعا وکړه چې ايران افغانانو ته د سينګارتونونو د پرانيستلو جواز ( اجازه) نه ورکوي او له همدې امله نه شي کولى چې په کډوالۍ کې خپل کاروبار بېرته په پښو ودروي.

مريم اوس بېرته افغانستان ته راستنه شوې او وايي چې د خپل مسلک د دوام لپاره اوس غواړي پاکستان ته ولاړه شي.

مریم وایي:

"يوازې باید ایرانۍ وې چې د کار جواز او دا شیان ترلاسه کړې. اوس هم زه په خپلو هڅو بوخته یم. که چیرې وشي، غواوم پاکستان ته لاړ شم"

دغه ښځینه سينګارګرې، وايي چې د دوى د اقتصادي ستونزو او پر دوى د ټپل شوې کډوالۍ اصلي لامل د طالبانو حکومت دى.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې د دغو ادعاوو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

په افغانستان کې یو شمېر نورې سينګارګرې هم وايي، چې بېکاره دي او په کور کې هم خپل کار ته دوام نه شي ورکولی.

نسرین چې وايي خاوند یې مړ شوی او له خپلو دوو لوڼو سره کار کوي، ازادي راډیو ته یې وویل، په یوه کرايي کور کې اوسېږي او د دوی د بلاک خاوند د طالبانو د حکومت له وېرې د دوی کور ته مشتتریانو ته د تګ اجازه نه ورکوي.

نسرین زیاتوي:

"د ویښتانو سالونونه تړل شوي، موږ دوکان ته لوحه نشو تړلی، د بلاک مالک غريب ډاریږي، هغه وايي لوحه مه تړٸ، تاسو کار مه کوئ، څوک مه پرېږدٸ چې د سينګار لپاره راشي تاسو ته، سل په سلو کې ستونزې لرو، حکومت داسې و نه غوښتل او و نه کړل چې مـونږ ومني او مونږ حکومت ومنو حکومت په زوره ځان پر مونږ ومانه او موږ هېڅ نشو کولى او حتى زمونږ په شخصي کارونو کې يې هم مداخله وکړه سېنګار کول شخصي کار دى نه دولتي"

یوه بله سينګارګره چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي هم وايي:

"زه د کور ډوډۍ ګټونکې یم، مونږ يې د خپل کار غله جوړ کړي يو ، موږ بى کاره يو که څوک کار هم کوي پټ کار کوي"

اشرف غني: د ښځو پر کار محدودیت، د دوی د تدریجي مرګ په مانا دی
اشرف غني: د ښځو پر کار محدودیت، د دوی د تدریجي مرګ په مانا دی

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونۍ په یوه پوډکاسټ کې د ښځو پر کار محدودیتونه د هغوی د تدریجي مرګ په مانا بللي وو.

محمد اشرف غني، د " ژوند لار" پوډکاسټ لړۍ په درېیمه برخه کې چې د ۲۰۲۳کال د دسمبر په ۲۹ مه نېټه یې په خپله اپکس پانه کې خپره کړه، وویل چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنۍ او د ښځو په کار د محدودیتونو له لګولو وروسته، د دوى اقتصادى وضيعت چې ډیریو یې د خپلو کورنیو سرپرستي یې په غاړه درلوده، خراب شوى.

د طالبانو حکومت په وار -وار ادعا کړې چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، خو په افغانستان دوی تر بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورې د نجونو پر ښونځيو او بیا پوهنتونونو ته د دوی په تک بندیز ولګاوه.

پرته له څو محدودو دفترونو په دولتي او نادولتي دفترونو کې او سينګارتونو کې کار نشي کولی، لوبغالو، تفریحي پارکونو او ښځينه حمامونو ته هم د تګ اجازه نه لري او له محرم پرته لرې واټن سفرونه هم پرې بند دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG