د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

د افغانۍ د ارزښت لوړېدو د خلکو پر ژوند څه اغېز کړی؟


ارشیف: د کابل د شهزاده سرای یوه څنډه
ارشیف: د کابل د شهزاده سرای یوه څنډه

په وروستي یو کال کې د نورو هېوادونو د اسعارو په وړاندې د افغانۍ ارزښت په پر له پسې ډول لوړ شوی دی.

ځینې ورته خوشاله دي او دا د اقتصاد د غوړېدو لپاره ګټور بولي، خو ایا د یوه هېواد د پیسو ارزښت خامخا د هغه له اقتصادي ودې سره مرسته کوي؟

په ځلونو مو اورېدلي چې یو شمېر سترو تولیدوونکو هېوادونو لکه جاپان او چین د خپلو پیسو د ارزښت د ټیټولو لپاره د اسعارو په بازار کې مداخله کړې او دا مو هم لیدلي چې د ایران، او ترکیې په شان یو شمېر هېوادونه د خپلو پیسو د ارزښت د کمېدو له درکه اندېښنه لري.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پخوانی استاد پوهاند بشیر دودیال وايي چې د پیسو په هکله نظریات د هر هېواد اقتصادي شرایطو ته په پام توپیر لري.

دودیال وویل: "پر دې سربېره د هر هېواد وضعیت او اقتصادي شرایط هم فرق کوي، پیسې په اقتصاد کې بل شی نه دي، پیسې فقط د تبادلې وسیله ده، د سپما وسیله ده چې د پس انداز په توګه په بانکونو کې جمع کېږي، نړیواله دنده لري او د افغانستان په شان هېوادونو کې بیا تر دېره قیمتونه او نرخونه ټاکي. د هېوادونو تولیدات، واردات او صادرات، د اسعارو زېرمې دا ټول د یوه هېواد د اسعارو پر ارزښت اغېز لري. هغه هېوادونه چې ډېر تولید او صادرات لري، ورته ښه ده چې د پیسو ارزښت یې ډېر لوړ نه شي لکه چین."

د اقتصادي چارو بل متخصص تاج محمد تلاش هم دا خبره تاییدوي، خو په عین حال کې وايي چې په مجموع کې هېوادونه هڅه کوي چې د پیسو ارزښت یې لوړ وي.

تلاش وویل: "هر هېواد غواړي کرنسۍ یا پولي سیاست یې د نورو بهرنیو پیسو په تبادله کې او نسبت د ګاونډیو هېوادونو، هغه هېوادونه چې دوی صادرات او واردات ورسره لري، کوشش کوي چې کرنسي یې اول ثابت حالت ځان ته ونیسي او له ثابت حالت نه وروسته بیا لوړوالی ځان ته غوره کړي، دا په دې خاطر چې د اجناسو قیمتونه په هغه جغرافیه کې راټیټېږي، باورمندي زیاتېږي، سیمه ییزې پروژې کولی شي چې د کرنسي په اساس باندې تطبیق سي اوهمدارنګه کولی سي چې د نړیوالو کرنسیو سره لکه ډالر، یورو، پونډ او نورو په مقابل کې دایمي ثبات خپل کړي او په دې توګه د اجناسو په پلور او پېر کې تحول راولي همدا دلیل دی چې هر هېواد غواړي د پیسو ارزښت یې لوړ وي."

د ډالرو یو انځور
د ډالرو یو انځور

خو لکه څرنګه چې پوهاند دودیال وویل د پیسو ارزښت د هر هېواد اقتصادي شرایطو ته په پام توپیر لري.

د اقتصادي چارو متخصص عبدالنصیر رښتیا دې مسلې ته په اشارې وايي، هغو هېوادونو ته، چې ډېر شیان له بهره واردوي، د پیسو لوړ ارزښت مهم دی.

هغه وویل: "زه فکر کوم هغه هېوادونه چې واردوونکي وي، هغو ته د پیسو ارزښت ډېر مهم دی ځکه هغوی یې په ډالر یا نورو بهرنیو اسعارو پېري نو که د پیسو ارزښت یې لوړ شي کولی شي چې ډېر شیان وارد کړي او دا په قیمتونو باندې هم ډېر مثبت اثر لري، خو صادروونکي هېوادونه لکه چین تل غواړي چې د خپلو پیسو ارزښت ټیټ وساتي څو زیات صادرات وکړي."

د طالبانو له واک ته رسېدو مخکې د افغانستان کالنۍ بودجه نژدې ۶ میلیارد ډالره وه چې نیمايي یې له نړیوالو مرستو تمویلېدله.

پر دې سربېره نړیوالو موسسو او نړیوالو ځواکونو میلیاردونه ډالر په افغانستان کې لګول چې د افغانیو د ارزښت په ثبات کې یې مهم رول درلود.

د جمهوري نظام په لومړیو کې د نویو افغاني نوټونو له چاپېدو وروسته یو ډالر په ۴۸ افغانۍ تبادله کېده. دې وضعیت ډېر کلونه دوام وکړ، خو د جمهوري حکومت په وروستیو کلونو کې چې ډېرو خلکو له افغانستانه پیسې ایستلې د افغانۍ ارزښت د ډالر په وړاندې ولوېد او هر ډالر په شاوخوا ۸۰ افغانۍ تبادله کېده.

اوس چې د پخوا په شان نړیوالې مرستې نه شته ولې افغانۍ نه یوازې خپل ارزښت ساتلی بلکې اوس د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ ارزښت په اوو کلونو کې تر ټولو لوړ حد ته رسیدلی دی.

تلاش درې عامله د یوه هېواد د پیسو د ارزښت په لوړوالي او ټیټوالي کې اغېزمن بولي.

هغه زیاتوي: "یو، احتکار، دوه، د ډالرو یا نورو اسعارو قاچاق او درې، د انس یا طلا راټولول او د هغه احتکار کول یا په قاچاق وړل."

افغاني بانکنوټونه
افغاني بانکنوټونه

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ډالرو د قاچاق د مخنیوي او پر افغانیو د راکړې ورکړې د زیاتولو لپاره یو لړ هڅې وکړې.

پر یادو عواملو سره بېره د پوهاند دودیال په باور د افغانیو د ارزښت په لوړېدو کې بهرنیو مرستو هم رول لرلی دی.

هغه وايي: "یو خو دا ده چې هره اوونۍ له امریکا څخه څومره ډالر راځي؛ دا پیسې د افغانستان په اقتصاد کې تزریق کېږي، بل دا دی چې په بازار کې د حجم له نظره د افغانیو د کمي احساس دی، یعني ډېر بانک نوټونه زاړه شول او له چلنده ووتل، طبعاً په اقتصاد کې یو شی چې کم شي ارزښت یې اوچتېږي، بل زموږ هغه هېوادوال چې په بهر کې دي، په امریکا اواروپا کې مهاجر دي، دوی خپلو کورنیو او دوستانو ته ډیرې پیسې لېږي چې دا پیسې هم د افغانستان په اقتصاد کې تزریق کېږي او د افغانیو د ارزښت له ښه کېدو سره مرسته کوي او تر ټولو مهم دا دی چې جګړه ودرېدله."

ځینې وايي چې له پاکستان او ایران څخه د لکونو افغانانو راتګ هم ممکن د افغانۍ پر ارزښت مثبت اغېز کړی وي.

یو شمېر اقتصادپوهان د ګاونډیو هېوادونو د پیسو پر ځای په افغانیو د معاملو زیاتېدا د افغانۍ د ارزښت په لوړېدو کې مهم عامل بولي.

د دوی په وینا، دې کار په بازار کې د افغانیو لپاره تقاضا زیاته کړې ده.

خو له دې سره سره اکثره اقتصادپوهان په دې نظر دي چې د افغانیو د ارزښت لوړېدو د جنسونو پر بیو د پام وړ اغېز نه دی کړی.

د کابل ښار یوه څنډه
د کابل ښار یوه څنډه

پوهاند دودیال وویل: "د افغانیو ارزښت لوړ دی، خو قیموته هماغه دي، د اساسي شیانو بیې ورسره ټېټې شوې نه دي.'

یو شمېر سوداګر بیا وايي چې د افغانۍ د ارزښت په تناسبت د جنسونو بیې د دې لپاره نه دي ټیټې شوي چې په نړیوالو بازارونو کې د جنسونو بیې لوړې شوي دي.

د ملګروملتو او نورو نړیوالو موسسو له اټکلونو سره سم، شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانان په نړیوالو مرستو متکي دي او په مجموع کې د افغانانو پېرودو وس کم شوی دی.

د نړیوال بانک د راپور پر اساس، سره له دې چې په افغانستان کې انفلاسیون په دیفلاسیون بدل شوی، خو بې روزګاري اوج ته رسیدلې، په هرو درو کورنیو کې یوه لومړني اړتیا وړ شیان نه شي رانیولی.

دا بانک وړاندوینه کوي چې تر ۲۰۲۵ پورې به د افغانستان اقتصادي وده په هغه صورت کې د ۲ او ۳ فیصدو ترمنځ وي چې نړیوالې مرستې ونه درېږي او د ښځو خلاف د طالبانو پالیسۍ بدلې شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG