د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

کرکټ بورډ: شېن مکډرمټ مو د ملي لوبډلې د ډګر ساتنې نوی روزونکی ګومارلی


شېن مکډرمټ
شېن مکډرمټ

د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لپاره د ګومارنو په نوې لړۍ کې دا ځل د ډګر ساتنې د برخې لپاره شېن مکډرمټ د روزونکي په توګه ټاکلی دی.

کرکټ بورډ د پنجشنې په ورځ په یوې خبرپاڼې کې ویلي دي، ښاغلی مکډرمټ به د فبرورۍ میاشتې په لومړیو کې د سریلانکا پر وړاندې د لوبلړۍ پرمهال خپله دنده له ملي لوبډلې سره پیل کړي.

که څه هم نوموړی د هېڅ نړیوالې سیالۍ مخنیه نه لري، خو کرکټ بورډ لیکلي:

"شېن مکډرمټ د ظرفیت لوړونې برخه کې د دریمې درجې سند لرونکی روزونکی دی چې له دې وړاندې د بنګله دېش، سریلانکا، او اسټرالیا کرکټ لوبډلو سره په بېلابېلو روزنیزو ډګرونو کې د کار کولو کافي تجربه لري."

د ویلو ده چې یادې ادارې د ملي لوبډلې لپاره د کارکردګۍ د څېړنې او فزیکي تکړښت په برخه کې هم د روزونکو لټه پيل کړې ده.

XS
SM
MD
LG