د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۵

بلوچستان چېرته دی او ولې د ایران او پاکستان د بریدونو هدف دی؟


د افغانستان په نقشه کې د بلوچستان موقعیت
د افغانستان په نقشه کې د بلوچستان موقعیت

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې چې: "بلوچستان چېرته دی او ولې د ایران او پاکستان د بریدونو هدف دی؟"

ورځپاڼه لیکي، بلوچستان په درېیو هېوادونو کې ویشل شوی، په افغانستان، ایران او پاکستان کې او له اوږدې مودې راهیسې د دې سیمې ګڼ خلک د پاکستان پر ضد مقاومت کوي.

ګارډین بیا د روانې اوونۍ بریدونو ته اشاره کوي چې سې شنبې ایران د پاکستان دننه په بلوچستان کې د پنج ګور او سبز کوه سیمې وویشتې چې په ځواب کې یې پرون پاکستان د ایران په سیستان او بلوچستان کې د سراوان سیمه په نښه کړه.

بلوچستان د پاکستان د خاورې ۴۴ فیصده جوړوي او د دغه هېواد تر ټولو لوی ایالت دی.

په افغانستان کې د جمهوري نظام په وخت په اسلام‌اباد کې کله ناکله چارواکو افغان حکومت تورناوه چې د بلوچانو بیلتون غوښتونکو ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده. کابل هغه وخت دا تورونه ردول.

ګارډین ورځپاڼه لیکي چې د پاکستان له تاسیس یو کال وروسته په ۱۹۴۸م کال کې بلوچستان له پاکستان سره یوځای شو، خو بلوڅانو په پنځوسمو، شپېتمو او اویایمو میلادي کلونو کې د پاکستان د حکومت پر ضد وسله رااخیستې ده.

ورځپاڼه بیا لیکي چې له ۲۰۰۳م کال راپه‌دې خوا دا مقاومت غښتلی شوی دی.

ایشا نیوز:

له لوېدیځه بلې خپرېدونکې خپرونې ایشا نیوز هم د بلوچستان په اړه مقاله خپره کړې او لیکي چې داسې اندېښنې شته چې دا کړکېچ په سیمه کې پراخ نه شي.

خپرونه وړاندې چین ته اشاره کوي چې په بلوچستان کې یې ګټې دي، هلته پانګونه کوي او د بلوچستان زېرمو ته یې سترګې دي.

ایشا نیوز لیکي چې له همدې امله د تهران او اسلام اباد ترمنځ تر کړکېچ وروسته پېکېنګ دستي د منځګړیتوب وړاندیز وکړ او د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماو نینګ د ایران په ځواب کې د پاکستان تر برید وروسته په خبرې غونډه کې وویل چې چین هیله‌من دی چې دواړه لورې دې له زغمه کار واخلي، هڅه دې وکړي چې دا کړکېچ پسې زیات نه شي.

ایشیا نیوز د خپرې کړې مقالې په وروستیو کې لیکلي چې د بلوچستان قبایلي مشرانو هر وخت په ګوادر کې د چین له پانګونې سره مخالفت کړی دی.

په ګوادر بندر کې د چین پانګونه د کمربند او لارې د پروژې برخه ده چې د چین له شینجیانګ څخه شروع کېږي او د بلوچستان تر سواحلو رسېږي.

چین ویلي چې له دې پروژې سره به افغانستان هم وصل شي.

د ایشیا نیوز په باور د بلوچستان خلک په دې پروژه کې خپله ګټه نه ویني او داسې ګومان کوي چې پېکېنګ له اسلام اباد سره لاس یو کړی او د بلوڅانو زېرمو ته یې اړولي دي.

XS
SM
MD
LG