د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

" د ځمکې پر سر یوه وېرونکې سیمه چې د سیمې حکومتونه یې بیلتون پاله او یاغي ګڼي"


د ایران خلاف د بلوڅانو د یوه لاریون تصویر
د ایران خلاف د بلوڅانو د یوه لاریون تصویر

بریتانوي میرور خپرونې د پاکستان، ایران او افغانستان ترمنځ په شریکه پرته سیمه کې د بلوڅانو د ژوند پر سختو شرایطو لیکنه کړې ده.

ددې لیکنې په لومړنیو جملو کې راغلي، د مځکې پر سر یوه وېرونکې سیمه د بلوڅانو د استوګنې سیمه ده چې د سیمې حکومتونه یې بیلتون پال او باغي ګڼي.

بلوڅان د ایران، پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې مېشت دي او ددې هېوادونو ترمنځ وېشلي دي.

لیکنه کې وړاندې په دې سیمه کې د وګړو د ژوند ډېرو لومړنیو امکاناتو ته اشاره شوې او دا چې خلک یې د بې وزلۍ ترڅنګ د څښاک د اوبو له کمي سره هم مخ دي.

د میرور په دې لیکنه کې د بلوڅو په سیمه کې د نشه يي موادو د قاچاقبرو په شمول د سخت دریځو وسلوالو او همدارنګه بیلتون پالو ډلو فعالیت ته هم اشاره شوې ده.

په لیکنه کې د حاجي جمعه خان په نوم د یو کس یادونه شوې چې د لیکوال په وینا په نیمروز ولایت کې د نشه يي موادو د قاچاق ډله لري.

خپرونه وايي، جمعه خان د امریکا د متحدو ایالتونو له خوا په نړۍ کې د نشه يي موادو یو لوی قاچاقچي بلل شوی دی.

د پاکستان او ایران په سرحدي سیمو کې مېشت بلوڅان بیا تر دې هم په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

خپرونې د ایران د ولسمشر د پخواني مرستیال شاهیندخت ملاوردي له خولې ویلي چې په ۲۰۱۶ م کال کې یې ادعا کړې وه چې د بلوڅو په یوه کلي کې ټول نارینه د نشه يي موادو په قاچاق کې د لاس لرلو په تور اعدام شوي دي.

خپرونه زیاتوي، په وروستۍ لسیزه کې لسګونه بلوڅان په پاکستان او ځینې په ایران کې په جبري توګه نادرکه شوي چې ادعا کیږي، ددې هېوادونو امنیتي ځواکونو تښتولي، بې محکمې یې شکنجه کړي او وژلي یې دي.

په لیکنه کې د امریکا د باسټن پوهنتون د څیړونکي توماس بارفیلډ له خولي ویل شوي، لسیزې وشوې چې په پاکستان کې بلوڅان د خپلواکۍ لپاره جنګیږي او په ایران کې له دې کبله چې سنیان دي، د حکومت له خوا تر شک لاندې دي او افغانستان کې بیا د نشه يي موادو قاچاق د عامو بلوڅانو ژوند تریخ کړی دی.

د میرور ددې لیکنې په پای کې راغلي، بلوڅ مېشتې سیمې چې ۲۳۰۰ کلونه مخکې د لوی سکندر د اشغال پر مهال د نړۍ تر ټولو وېرونکی کونج بلل شوی و اوس هم د هغې وخت سره چندان توپیر نه لري.

خو د عرب نیوز انلاین خپرونې بیا د سویس په داووس ښار کې د نړۍ اقتصادي غونډې ته اشاره کړې او وايي په دې نړیواله غونډه کې افغانستان یاد نه شو.

دغلته تېره اونۍ نړیوال اقتصادي فورم غونډه وشوه.

د لیکنې لېکوال په وینا، په دې اقتصادي غونډه کې پر اوکراین د روسیې د یرغل، په غزه کې د روانې جګړې او د چین او تایوان ترمنځ د کړکېچ په شمول نړیوالې مسالې یادې شوې، خو هغه څه چې په دې غونډه کې په بشپړه توګه له پامه غورځول شوي وو هغه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو ناوړه وضیعت و.

XS
SM
MD
LG