د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

د وچکالۍ شدت په افغانستان کې مالدارۍ ته څومره تاوان رسولی؟


یو افغان مالدار او څاروي یې
یو افغان مالدار او څاروي یې

د روان کال وچکالي د کرنې ترڅنګ، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د مالدارۍ سکتور ته هم سخت زیان رسولی او ان د افغانستان په ځینو سیمو کې د څارویو د مړینې سبب شوی.

د پروان ولایت یو مالدار مصور ازادي راډيو ته وویل چې د وچکالۍ او د څارویو لپاره د وښو د نشتوالي له امله اړ شوی چې د غواګانو او پسونو په ګډون خپل ډېر څاروي په ټیټه بیه وپلوري.

ده وويل چې په دې سربېره يې يو شمېر څاروي ناروغه شوي او مړه شوي هم دي.

مصور زیاته کړه:

"سږ کال وچکالۍ موږ ته ډېر زيانونه اړولي دي، غواګانې مې په ډېره لوړه بيه پېرلې وې، خو دا مهال بازارونه ډېر ساړه دي او سل زره افغانۍ مې تاوان کړى د خوړلو لپاره واښه نه شته، د وچکالۍ له وجې ناروغۍ هم پيدا شوې دوه غواګانې مې د مرض له امله مړې شوې"

دى وايي، له څلورو کلونو راهيسې مالداري کوي، خو دومره زيان ورته هېڅکله نه و رسېدلى لکه سږکال يې چې ګالي.

د نیمروز ولایت د چهار برجک ولسوالۍ یو مالدار عبدالعظیم هم ورته شکایت لري او وایي:

"زموږ غواګانې ډېرې کمزورې او وچې شوې وې ځينې يې مړې شوې او ځينې يې له دې امله چې واښه، وربشې، غنم نه وو او يا يې د ورکولو کومه لاره نه وه، هغه چې ژوندۍ پاتې وې په نيمه بيه مو خرڅې کړې."

دى وايي، ٨٠ څاروي يې درلودل، چې نسل ګیري به یې ورنه کوله، بچي او لبنيات به یې خرڅول او خپلې کورنۍ ته به يې يو مړۍ ډوډۍ ګټله.

د کابل ولایت یو مالدار او پسونه یې
د کابل ولایت یو مالدار او پسونه یې

دغه کروندګر ادعا کوي چې په دې برخه کې د طالبانو حکومت او مرستندويه ادارو ورسره مرسته نه ده کړې.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د تولید خونه هم د کروندګرو ستونزې او د وچکالۍ له امله دوی ته د اوښتو زیانونو پخلی کوي.

د دې خونې اجراییه رییس وسیم صافي ازادي راډيو ته وویل:

"په افغانستان کې وچکالۍ په ځانګړي ډول په شمالي ولايتونو کې کروندګر او مالداران ډېر زيانمن کړي دي، خپل څاروي يې په کمه بيه پلورلي، تر څو ضايع نه شي. موږ د واورو او باران د اوبو د تنظيم لپاره له اړوندو بنسټونو سره يو پلان جوړ کړى دى."

هڅه مو وکړه چې د مالدارانو د شکایتونو او د دوی د ستونزو د هواري په اړه د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ویاند مصباح الدین مطمین نظر هم واخلو، خو هغه د دغه راپور تر خپرېدو پورې زموږ پوښتنو ته ځواب را نه کړ.

تر دې وړاندې د افغانستان په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې یو شمېر کروندګرو د پرله پسې وچکالۍ د پایلو له امله د ورسره مخ ستونزو نه شکایتونه کړي او ازادي راډيو ته ویلي وو چې د ژمي موسم له پیل راهیسې واوره او باران نه دی شوی او دوی ورته ډېر اندېښمن دي.

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې د وچکالۍ پر دوام او شدت اندېښنه وښوده او ویې ویل چې دغه هېواد په پرلپسې ډول د درېیم کال لپاره له وچکالۍ سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې (يو ان ډي پي) تېره میاشت په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې وچکالي، سېلابونه، سخته ګرمي او د ځمکې ویجاړۍ ورځ په ورځ زیاتېږي او دې کار د افغانستان پر کرنه، اقتصاد او امنیت ناوړه اغېز کړی دی.

XS
SM
MD
LG