د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

له ۱۹ کلنۍ څخه ښکته افغان کرکټ لوبغاړي نن نیوزیلنډ سره لوبیږي


افغان لوبغاړي
افغان لوبغاړي

تر نولس کلنو د کم عمره کرکټ نړیوال جام په لړ کې به نن سه شنبه افغانستان او نیوزیلند لوبه کوي.

دا لوبه د جنوبي افریقا په ایست لندن ښار کې د کابل په وخت د غرمې په دولس نیمو پيل شي.

افغان نولس کلنو ټیم په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د شنبې په ورځ پر پاکستان بایلوده.

پاکستاني ټيم د ۲۸۶ منډو هدف ورکړی و، خو افغان لوبډلې یواځې ۱۰۳ منډې جوړې کړای شوې.

د نولس کلنو څخه د کم عمره ملي ټيمونو د کرکټ نړیوال جام لوبې په جنوبي افریقا کې له جمعې ورځې د شپاړسو ټیمونو تر منځ پيل شوي.

XS
SM
MD
LG