د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

کرکټ؛ افغانستان نیوزیلینډ ته د ۹۲ منډو هدف ورکړ


یو شمېر افغان لوبغاړي
یو شمېر افغان لوبغاړي

تر نولسو کلونو د کم عمره ځوانانو د نړیوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان نن له نیوزیلینډ سره سیالي پیل کړې ده.

د دې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې په ۲۱.۳ اورونو کې ۹۱ منډې وکړې.

جمشېد ځدراڼ مخکښ منډه جوړونکی و چې ۲۲ منډې یې وکړې او عرب ګل مومند په ۱۰ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

د نیوزیلینډ د توپ اچونکو له ډلې مت راو ۵ افغان لوبغاړي وسوځول.

دا په روان نړیوال جام کې چې په سویلي افریقا کې پیل شوی دی د افغان لوبډلې دویمه سیالي ده. یادې لوبډلې په لومړۍ لوبه کې د پاکستان خلاف د ۱۸۳ منډو په توپیر ماتې خوړلې وه.

XS
SM
MD
LG