د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

کرکټ؛ نیوزیلینډ د یوې ویکټې په توپیر افغانستان ته ماتې ورکړه


یو شمېر افغان لوبغاړي
یو شمېر افغان لوبغاړي

تر نولسو کلونو د کم عمره ځوانانو د نړیوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان خپله دویمه سیالي د یوې وېکټې په توپیر نیوزیلینډ ته وبایلله.

د دې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې په ۲۱.۳ اورونو کې ۹۱ منډې وکړې.

جمشېد ځدراڼ مخکښ منډه جوړونکی و چې ۲۲ منډې یې وکړې او عرب ګل مومند په ۱۰ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

د نیوزیلینډ د توپ اچونکو له ډلې مت راو ۵ افغان لوبغاړي وسوځول.

د نیوزیلینډ لوبډلې هدف د ۲۹ اور په دویم توپ د ۹ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

په افغان توپ اچونکو کې الله محمدغضنفر۳، خلیل احمد او عرب ګل مومند دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

دا په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې دویمه ماتې وه، افغانستان لومړۍ سیالي پاکستان ته بایللې وه.

د ویلو ده چې د ګروپي پړاو وروستۍ سیالي به افغانستان او نیپال د روانې میاشتې په ۲۷مه نېټه ولوبوي.

XS
SM
MD
LG