د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

ډپیلوماټ: د افغانستان موقعیت او مارکېټ د قزاقستان لپاره مهم دی


د قزاقستان بیرغ
د قزاقستان بیرغ

ډپیلوماټ:

ډپیلوماټ خپرونه په یو مطلب کې لیکي، د افغانستان موقعیت او مارکېټ چې د مرکزي اسیا سوداګریزه لار له جنوبي اسیا سره وصلوي د قزاقستان لپاره مهم دی.

د مقالې د لیکوال په خبره، په داسې حال کې چې نړۍ د یو بې ثباته حالت سره مخ ده، د نورو هېوادونو په څېر قزاقستان هم له یو شمېر خطرونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

په مطلب کې په اوکراین د روسیې جګړي ته په اشاري راغلي، د قزاقستان چارواکي د نویو بازارونو او نویو سوداګریزو لارو د موندلو او د نویو اقتصادي فرصتونو د ایجاد لپاره د افغانستان په اهمیت پوه شوی دی.

وړاندې راغلي، په جنوبي اسیا کې افغانستان یو له هغوو هېوادونو دی چې د قراقستان لپاره يې اقتصادي اهمیت ورځ تر بلې ورځ زیاتېږي.

د خپرونې په ټکو، د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت د تېر کال په ډسمبر میاشت کې پرېکړه وکړه چې طالبان د ترهګرو له لېسته وباسي.

وړاندې راغلي، د افغانستان مارکېټ د صنعتي او زراعتي تولیداتو د وارد کوونکې او د مرکزي او جنوبي اسیا د سوداګریزې لارې د نښلونکي په توګه د پاکستان، قزاقستان او ورته نورو هېوادونو لپاره مهم دي، نو ځکه قزاقستان له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې نوی پالیسي او کړنلارې جوړوي.

نیویارک ټایمز:

له امریکا خپرونکې نیویارک ټایمز ورځپاڼه په یو مطلب کې وايي، له کلونو څېړنې وروسته د امریکا د څېړنو فدرال ادارې په افغانستان د یوې امریکايي ښځې د جسد پاتې شونې پیدا کړي دي.

د ورځپانې په ټکو، په ۲۰۰۸ کال کې د یوې مرستنیدونه موسسې کارکوونکی سیدنې میزل وتښتول شوه.

وړاندې راغلي، د دې امریکايي ښځې د جسد د پاتې شونو موندنه ښيي چې د تښتول شویو کسانو لټول په ځانګړې توګه په هغه هېواد کې چې امریکا حضور نه لري ستونزمن دي.

د ورځپانې په ټکو دې ښځې د افغانستان په جنوب کې د انګلیسي ژبې تدریس کاوه او د سړک له غاړې تښتول شوې وه.

ورځپانه وړاندې لیکي، د دغې امریکايي ښځې د کورنۍ غړیو د هغې د ورکېدو په اړه ډېر کم معلومات درلودل او په دې هم نه پوهېدل چې یوه ورځ د برخلیک په اړه څه واوري او که‌نه؟

نیویارک ټایمز د سیدنې میزل د خور جان میزل په حواله وايي، دوی له چارواکو د خپلې خور په اړه پوښتنه کوله، خو د هغې د برخلیک په اړه چا معلومات نه ورکول.

د ورځپانې په ټکو، نژدې یو کال وړاندې ۶۴ کلنې جان د سیاټل په جنوب کې ژوند کاوه، هغې د امریکا د متحده ایالاتونو د څېړنو د فدرال ادارې 'ایف بي آی' خبر ترلاسه کړ چې د سیدنې د بدن کوچني غړي يې په افغانستان کې موندلي او هڅه کوي چې د بدن ټول غړي يې پیدا کړي.

وړاندې راغلي، ترواسه د دغې امریکايي ښځې د تښتول کېدو او وژني په اړه څوک متهم شوي نه دي.

د ورځپانې په ټکو، سیدنې په کلیو کې د ژوند د پراخیتا یو اسیايي بنسټ سره کار کوه او په کندهار پوهنتون کې د انګلیسي ژبي تدریس هم کاوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG