د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

کرکټ؛ افغانستان نيپال ته د ۱۴۶ منډو هدف ورکړ


د افغانستان ځوان کرکټ لوبغاړي - تصویر له ارشیفه
د افغانستان ځوان کرکټ لوبغاړي - تصویر له ارشیفه

د کرکټ د نولس کلنو ځوانانو د نړیوال جام سیالیو په ګروپي پړاو کې نن (د جنورۍ ۲۶مه) افغانستان خپله وروستۍ سیالي له نیپال سره پیل کړې ده.

یاده سیالي چې د سویلي افریقا په ایسټ لندن ښار کې جریان لري، افغان لوبډلې د سیالۍ پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.

افغانستان د ټولو لوبغاړو سوځېدو پر سر په ۴۰.۱ اور کې ۱۴۵ منډې وکړې.

په افغان توپوهونکو کې الله محمد غضنفر تر نورو زیاتې ۳۷ منډې وکړې. دغه راز لوبډلمشر نصیرخان او فریدون داودزي په ترتیب سره ۳۱ او ۲۹ منډې جوړې کړې.

په روان نړیوال جام کې افغان او نیپالۍ لوبډلې تر دې وړاندې له پاکستان او نیوزیلینډ سره سیالۍ کړې وې چې دواړو بایللې وې.

ننۍ سیالۍ که هره لوبډله ګټي د دې چانس به ولري چې د ۱۲ غوره لوبډلو پړاو ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG