د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

کرکټ؛ نيپال د یوې ویکټې په توپیر افغانستان ته ماتې ورکړه


یو شمېر افغان لوبغاړي
یو شمېر افغان لوبغاړي

د کرکټ د نولس کلنو ځوانانو د نړیوال جام سیالیو په ګروپي پړاو کې نن (د جنورۍ ۲۶مه) افغانستان خپله وروستۍ سیالي نیپال ته وبایلله او په دې نړیوال جام کې یې سفر هم پای ته ورسېد.

یاده سیالي چې د سویلي افریقا په ایسټ لندن ښار کې ترسره شوه، افغان لوبډلې د سیالۍ پچه ګټلې وه او لومړی یې توپوهنه کړې وه چې د ټولو لوبغاړو سوځېدو پر سر په ۴۰.۱ اور کې ۱۴۵ منډې وکړې.

په افغان توپوهونکو کې الله محمد غضنفر تر نورو زیاتې ۳۷ منډې وکړې. دغه راز لوبډلمشر نصیرخان او فریدون داودزي په ترتیب سره ۳۱ او ۲۹ منډې جوړې کړې.

نیپالۍ لوبډلې د ۹ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۴۵م اور کې هدف پوره کړ.

په دې لوبه کې د نیپال لپاره اکاش چاند ۵ لوبغاړي سوځولي وو او لوبډلمشر ډیف کانال ۵۸ منډې کړې وې.

په دې نړیوال جام کې افغان لوبډلې د ګروپي پړاو درې واړه سیالۍ خپلو سیالانو پاکستان، نیوزیلینډ او نیپال ته وبایللې او له مخکې تګ پاتې شول.

د ویلو ده چې په تېر نړیوال جام کې افغان نولس کلنه لوبډله نیمه پایلوبې ته رسېدلې وه او د څلورم مقام په ګټلو سره یې خپل سفر بشپړ کړی و.

XS
SM
MD
LG