د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

احمد شاه سلېمانخېل د افغان کرکټ د غوراوي کمېټې مشر وټاکل شو


احمدشاه سلېمان خېل
احمدشاه سلېمان خېل

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په یوه تازه اعلان کې ویلي دي چې پخوانی لوبغاړی احمدشاه سلېمان خېل یې د غوراوي کمېټې سرپرست مشر ټاکلی دی.

وروسته له هغې چې د ۱۹ کلنو ځوانانو په نړیوال جام کې افغان لوبډلې خپلې ټولې سیالۍ وبایللې، د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان ازادي راډیو ته وویل چې یاده لوبډله د ده لخوا نه وه انتخاب شوې.

نوموړي دغه راز دا هم ویلي و چې د دندې له پیل څخه یې د افغانستان د شل اوریزو سیالیو لوبډله نه ده غوره کړې.

کرکټ بورډ د یکشنبې په ورځ ( د جنورۍ په ۲۸مه) پر خپلو ټولنیزو پاڼو ولیکل:

" د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی احمد شاه سلېمانخېل د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د سرپرست مسوول په توګه وټاکل شو. احمدشاه سلېمانخېل د ملي لوبغاړي ترڅنګ له دې وړاندې د غوراوي کمېټې د مشر، د کورني کرکټ د عمومي مسوول, د ظرفیت لوړونې مرکز او نړيوال کرکټ څانګو د غړي په توګه هم دندې ترسره کړې دي."

د ویلو ده چې د ښاغلي سلېمانخېل دنده به د سریلانکا پر وړاندې راتلونکې لوبلړیو ته د ټيسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو سیاليو لپاره د لوبډلو له ټاکلو پيليږي.

XS
SM
MD
LG