د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو د استازو په ګډون د کابل سبانۍ غونډه څومره مهمه ده؟


له ارشیفه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تصویر
له ارشیفه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تصویر

د طالبانو حکومت وايي، سبا دوشنبې په کابل کې د افغانستان د ګاونډیانو او د سیمې د هېوادونو د ځانګړو استازو او سفیرانو په ګډون یوه غونډه جوړېږي.

په پام کې ده چې په دې غونډه کې د روسیې، چین، ایران او پاکستان استازي ګډون وکړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت مرستیال حافظ ضیااحمد پر ایکس شبکې په یوه بیان کې ویلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیمه ایز روایت پر ایجاد او د سیمه ایزو همکاریو د پراختیا په اړه بحثونه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د راروانې فبروري میاشتې په اتلسمه او نولسمه په دوحه کې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه شي او د افغانستان په اړه بحثونه پکې وشي.

احمد تکل د کابل د غونډې په اړه د سیاسي چارو له شنونکي سمیع یوسفزي سره مرکه کړې او په سرکې یې د دې کنفرانس د اهمیت په اړه ترې پوښتلي دي.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک پرانیستلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:12 0:00
  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG