د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

بایډن په اردن کې د خپلو درېیو وژل شویو سرتېرو د غچ اخیستو ګواښ وکړ


د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډڼ
د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډڼ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډڼ ژمنه وکړه چې د هغه برید په وړاندې به ځواب ووایي چې سوریې پولې ته څېرمه د اردن په شمال ختیځ کې دیره د امریکایي ځواکونو پر یوې اډې د بې پیلوټه الوتکې له خوا شوی او په نتیجه کې یې درې امریکایي پوځیان ووژل شول.

بایډن په دغه برید کې چې د ده په خبره د شنبې د ورځې ناوخته د جنوري په ۲۷ نیټه شوی، د زیانمن شویو کسانو دقیق شمیر ونه ښود، خو یوه امریکایي چارواکي چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، وروسته وویل چې د پوځي پرسونل د لږ تر لږه ۳۴ غړیو معاینات وشول ترڅو معلومه شي چې مغزي صدمه یې لیدلې کنه؟

ښاغلي بایډن د ایران ملاتړې ډلې په دغه برید کې په لاس لرلو تورنې کړې، خو تهران په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي.

جو بایډن چې پرون یکشنبې یې د جنوبي کارولینا ایالت ته د سفرپه مهال څرګندونې کولې، وویل، تېره شپه مو سخته شپه درلوده او زیاته یې کړه چې زموږ پر یوې اډې په یوه برید کې، موږ درې زړور کسان له لاسه ورکړل او موږ به ورته ځواب ووایو.

د ازادي راډیو د خبرد مرکزي څانګې د راپور له مخې، هغو خطرونو ته په پام چې په غزه کې د روانې جګړې پر سر په سیمه کې د نا امنۍ د زیاتېدو اړوند دي، امریکایي چارواکو ویلي چې د دوی د ارزونې له مخې له هغو څو ډلوڅخه چې په سیمه کې د ایران له ملاتړه برخمنې دي، یوې یې پرامریکایي پوځیانو د دغه برید ترشا لاس درلود، خوپه دې اړه باید دقیقه څېړنه وشي ترڅو معلومه شي چې دا کومه ډله وه.

په اردن کې تر برید لاندې راغلې هغه سیمه چې امریکایي سرتېري پکې وو
په اردن کې تر برید لاندې راغلې هغه سیمه چې امریکایي سرتېري پکې وو

د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون یکشنبې وروسته په یوه بل جلا بیان کې وویل، په داسې حال کې چې موږ لاهم د دې برید په اړه حقایق راټولوو، موږ پوهېږو چې دا د ایران له ملاتړه د برخمنو هغو وسله والو ډلو له خوا ترسره شوی چې په سوریه او عراق کې فعالیت کوي.

بایډن وویل، موږ به له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې خپلو ژمنو ته دوام ورکړو او په دې کې هیڅ شک نشته چې موږ به په ټاکلي وخت له هغو ټولو سره حساب وکړو چې د دې برید مسوول دي.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړل او په دې اړه لګول شوي تورونه یې بې اساسه وبلل.

د دې وزارت ویاند ناصرکنعاني وویل، په سیمه کې د مقاومت ډلې د تهران د امر تابع نه دي.

د چارو د یوشمېر کارپوهانو په وینا، دغه برید به یقیناً د بایډن پرحکومت فشار زیات کړي چې په وړاندې یې کوټلی اقدام وکړي.

ګریګوري بریو Gregory Brew چې د یوریشیا ګروپ Eurasia Group په نوم د جیوپولیتیکو خطرونو له څېړنیزې ډلې سره د څېړونکي په توګه کارکوي، د ازادي راډیو فردا څانګې ته وویل چې دغه حمله په سیمه کې د لوی کړکېچ ښکارندویي کوي او متحده ایالات اړ دي چې سخت او سمدستي ځواب ورکړي.

ایران د اردن برید کې لاس لرل رد کړي
ایران د اردن برید کې لاس لرل رد کړي

اردن دغه برید تروریستي بللی او د غندنې ترڅنګ یې ویلي چې د خپلو پولو د دفاع په ټینګښت کې به له متحدو ایالتونو سره همکاري وکړي.

عمان مخکې ویلي وو چې دغه برید د اردن په خاوره کې نه؛ بلکې د پولې بلې غاړې ته د سوریې په خاوره کې دېره د امریکا پریوې اډې شوی.

که څه هم په دې اړه تراوسه نورجزییات نه دي په ډاګه شوي، خو د راپورونو له مخې دغه برید سوریې پولې ته څیرمه د اردن په خاوره کې د ټاور Tower 22 په نوم اډې شوی چې یو امریکایي جزوتام پکې دېره دی.

اردن چې په منځني ختیځ کې د متحدو ایالتونو یو نژدې متحد دی، په خپله خاوره کې یې شاوخوا درې زره امریکایي ځواکونو ته ځای ورکړی.

دا هغه ځواکونه دي چې معمولاً په سوریه کې د عملیاتو ملاتړکوي.

په سوریه کې هم یو شمېر امریکايي ځواکونه له څوکلونو راهیسې د اسلامي ډولت ډلې یا داعش او نورو ترهګرو ډلو په وړاندې د مبارزې لپاره دېره دي.

XS
SM
MD
LG