د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۶

راپور: د افغانستان ډېری تاریاک په ایران او پاکستان کې په هيرويینو اړول کېږي


ارشیف
ارشیف

د اروپايي ټولنې د اعتیاد او نشه يي موادو د څارنې مرکز وايي، په ايران او پاکستان کې د افغانستان له تاریاکو څخه جوړ شوي خورا ډېر هيرويين اروپا ته قاچاق کېږي.

د اروپايي ټولنې د نشه يي موادو او اعتیاد د څارنې مرکز په دې راپور کې په افغانسان کې د کوکنارو په کښت کې د پام وړ کموالي ته اشاره شوې، خو په دې راپور کې دا هم راغلي چې په دې هېواد کې د تاریاکو لويې زېرمې د دې سبب شوي چې ګاونډيو هېوادونو ته د تاریاکو قاچاق دوام وکړي.

دې مرکز موندلې، یو کيلو ګرام تاریاک چې یو کال مخکې يې بیه ۲۱۹ امریکايي ډالره وه، اوس ۴۰۸ ډالرو ته پورته شوې ده.

د دې مرکز تحليلګر لورنټ لينيل وايي چې د افغانستان له ډېری تاریاکو څخه په ګاونډيو هېوادونو کې هيرويين جوړېږي.

هغه وايي: "د افغانستان له تاریاکو څخه يوازې په افغانستان کې هيرويين نه جوړېږي، بلکې په ایران او پاکستان کې هم ځنې جوړېږي او د پاکستان ځينې جرمي ډلې د اروپا د نشه يي موادو په بازارونو کې ښکېلي دي."

د دې مرکز څېړنې ښيي، د بالکان هېوادونه اروپا ته د هيرويينو د قاچاقو ډېره نژدې لاره ده او ډېر کېمیاوي مواد هم له همدې لارې او دغه ډول اروپايي هېوادونو له لارې اسيا ته قاچاق کېږي چې هلته د هيرويينو په جوړولو کې کار ځنې اخيستل کېږي.

د اروپايي ټولنې د نشه يي موادو او اعتیاد د څارنې مرکز یوه بل تحليلګر رابرت پترانسیوس موندلي، ایران نه يوازې دا چې د افغانستان له تاریاکو څخه هيرويين جوړوي، بلکې اروپايي هېوادونو ته د قاچاقو یوه مهمه لاره هم ده.

پترانسیوس وویل: "د قانون عملي کولو بنسټونو معلومات ښيي چې ايران اروپا ته د هيرويينو د قاچاقو اصلي لاره ده، اروپا ته هيرويين له همدې لارې د موټرو او کارګو په وسيله قاچاق کېږي. ترکیه د اروپا پر پوله پروت یو بل هېواد دی چې ډېر هيرويين له همدې لارې هم اروپا ته قاچاق کېږي، خو په ترکیه کې له ۲۰۲۲ ميلادي کال راهيسې د هيرويينو نيول کم شوي دي."

پروسږ کال په اروپا کې د نشه يي موادو د وضعیت په اړه د دې مرکز تحليل ښيي، په افغانستان کې له دوو کالو راهیسې د کوکنارو د کښت بندولو د سيمې بازارونو ته د تاریاکو او نړیوالو بازارونو ته د هېرويينو پر قاچاقو هيڅ اغېز نه دی کړی، ځکه د دې مرکز تحليلګر تبریو ستوین باور لري چې اوس هم په افغانستان او سيمې په هېوادونو کې د تاریاکو لويې زېرمې شته.

هغه زیاتوي: "د ډسمبر په مياشت کې موږ ته وروستي رسېدلي معلومات ښيي چې له افغانستان څخه دې درېیو هېوادونو ایران، پاکستان، ترکیه ته د نشه يي موادو قاچاق نه دی کم شوی او اوس هم خورا ډېر هغه هيرويين او ښیښه چې په افغانستان کې توليدېږي نیول کېږي."

که څه هم اروپايي ټولنه په افغانستان کې د کوکنارو د کښت منع کولو هرکلی کوي، خو دا اړه اندېښنه لري که اروپايي بازارونو ته د افغانستان له تاریاکو څخه جوړ شویو هيرويينو قاچاق کم شي، اروپايي معتادین به ښیښې او فنتانیال غوندې کېمیاوي نشه يي موادو ته مخه کړي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:49 0:00


-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG