د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۷

ټېسټ کرکټ؛ سریلانکا لا خپله لومړۍ پاڼۍ نه ده بشپړه کړې، خو ۲۱۲ منډې مخکې ده


د افغانستان او سریلانکا د کرکټ سیالیو یوه څنډه
د افغانستان او سریلانکا د کرکټ سیالیو یوه څنډه

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د یوازینۍ ټیسټ لوبې دویمه ورځ بشپړه شوه.

کوربه لوبډلې په دویمه ورځ هم د خپلې توپوهنې پاڼۍ وغځوله چې د ۶ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې ۴۱۰ منډې وکړې او له افغان لوبډلې ۲۱۲ منډې مخکې شول.

د یادې لوبډلې لپاره انجیلیو متیوز ۱۴۱، دېنېش چندېمال ۱۰۷ او دېموت کرونورتنې ۷۷ منډې وکړې.

په افغان توپ اچونکو کې قیس احمد او نوید ځدراڼ دوه دوه او نجات مسعود یوه وېکټ واخېسته.

د سریلانکا لوبډله به د خپلې توپوهنې لومړۍ پاڼۍ سبا د لوبې په درېیمه ورځ هم غځوي.

د ویلو ده چې افغانستان په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۱۹۸ منډې کړې وې.

XS
SM
MD
LG