د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

ټېسټ کرکټ؛ افغان لوبډلې د توپوهنې دویمه پاڼۍ پيل کړې


 د لوبې یو اړوند تصویر
د لوبې یو اړوند تصویر

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د یوازینۍ ټېسټ لوبې درېیمه ورځ جریان لري او افغان لوبډلې د خپلې توپوهنې دویمه پاڼۍ پیل کړې ده.

کوربه لوبډلې د ۴۳۹ منډو تر جوړولو وروسته ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او له افغانستان څخه ۲۴۱ منډې مخکې شول.

افغان لوبډلې د نن ورځې د چایو تر دمې پورې په دویمې پاڼۍ کې ۹۷ منډې کړې دي او هېڅ لوبغاړی یې له لاسه نه دی ورکړی.

ابراهیم ځدراڼ په ۵۲ او نورعلي ځدراڼ په ۴۲ منډو ناسوځېدلي ولاړ دي.

لا هم افغان لوبډله د سریلانکا له لومړۍ پاڼۍ څخه ۱۴۴ منډې شاته ده.

XS
SM
MD
LG