د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

د افغانستان سوړ ژمی او اقتصادي ستونزې؛ جان محمد: ځینې متقاعدین ان سوال کولو ته مجبوره شوي


د متقاعدينو د اعتراض يو پخوانی انځور
د متقاعدينو د اعتراض يو پخوانی انځور

په افغانستان کې یو شمېر متقاعدین په سوړ ژمي کې د خپلو معاشونو د نه ترلاسه کولو له امله د خپلو اقتصادي ستونزو په اړه شکایت کوي.

په افغانستان کې یو شمېر متقاعدین وايي، له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د خپلې کورنۍ د لګښتونو د پوره کولو توان نه لري.

یو شمېر دوی ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، له شاوخوا درېیو کلونو راهیسې یې خپل د تقاعد حقوق نه دي ترلاسه کړي او سره له دې چې په وار وار یې بېلابېلو طالب چارواکو ته مراجعه او شکایتونه کړي، خو بیا هم د دوی ستونزو ته رسېدنه نه ده شوې.

د دوی له ډلې طاهر ظفري وايي، د ژمي په راتلو سره یې ستونزې دوه برابره شوي او د خپلې کورنۍ ورځنۍ اړتیاوې د پورونو له لارې پوره کوي.

ظفري وویل: "ډېرو ستونزو سره مخ یوو. موږ بې کوره خلک یوو. د کور کرایه زموږ له خوړو نه اړینه ده چې څښتن یې رانه غواړي. ناروغۍ، د بچیانو لپاره خواړه او کاليو لپاره، خو بلکل امکانات نه شته. لرګي نه لرو، د سون توكي، خو اصلاً نه‌شته. په کور کې مو ان فرش نه‌شته، څه چې و خرڅ مو کړل."

جان محمد وايي: د متقاعدینو وضعیت ډېر خراب دی. اقتصادي ستونزې دي. په دې ژمي کې نه ډوډۍ لري، نه جامې لري، ډېریو کورونه خرڅ کړل اوس نه کورونه لري.

یو بل متقاعد او د ختیځ زون د متقاعدینو مسوول جان‌ محمد ازادي راډيو ته وویل: "تر اوسه مو خپل حقوق نه دي ترلاسه کړي، د متقاعدینو وضعیت ډېر خراب دی. اقتصادي ستونزې دي. په دې ژمي کې نه ډوډۍ لري، نه جامې لري، ډېریو کورونه خرڅ کړل اوس نه کورونه لري، نه د سون توکي. یو شمېر یې ان سوال کولو ته مجبوره شول."

د افغانستان د متقاعدینو د ټولنې مشر افندي سنګر وايي د تقاعد موضوع ‌ډېره پیچلې شوې او که د متقاعدینو وضعیت ته پاملرنه ونه شي یو انساني ناورین به رامنځته شي.

سنګر ازادي راډيو ته وویل: "هوا سړه ده، درې کاله کېږي حقوق یې نه دي ورکړل شوي، دوی ان د ناورغۍ او روغتون لپاره پیسې نه‌لري. که اسلامي امارت دوی ته پاملرنه ونه کړي یو لوی انساني ناورین به رامنځته شي."

د سنګر د معالوماتو له مخې دا مهال په افغانستان کې د متقاعدینو شمېر شاوخوا ۱۷۰ زرو ته رسېږي.

دا چې د متقاعدینو حقوق به کله ورکړل شي، په دې اړه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو څه باندې یوه میاشت وړاندې یې د بي بي سي د ایکس‌پاڼې په یوه سپېس کې ادعا کړې وه چې د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې قانون تعديل شوى، ډېر ژر به د عدليې وزارت له‌خوا نافذ او د دوى حقوق به ورکړل شي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د تقاعد حقوق هغو پیسو ته ویل کېږي چې هر پخوانی کارکوونکی یې د تقاعد وروسته مستحق ګرځي، خو دا پیسې کال په کال دوی ته ورکول کېږي.

له مړینې وروسته هماغه پیسې د متقاعد کس مېرمن او که تقاعد شوی کس ښځه وي، خاوند ته یې ورکول کېږي، خو د دواړو د مړینې په صورت کې اولادونه یوازې تر اتلس کلنۍ پورې د دوی د تقاعدۍ د اخیستلو مستحق ګڼل کېږي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG