د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

امریکا د فلسطیني کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې سره مرستې دروي


غزه کې فلسطیني کډوالو سره د ملګرو ملتونو د مرستندویې ادارې یو موټر
غزه کې فلسطیني کډوالو سره د ملګرو ملتونو د مرستندویې ادارې یو موټر

په داسې حال کې چې په غزه کې د اوربند په ټینګولو کې د پاتې راتلو او اسراییلو ته د پوځي مرستو د دوام په خاطر د اسراییلو په اړوند د ولسمشر جوبایډن پر پالیسۍ انتقادونه کېږي امریکايي چارواکي وايي چې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو پر ځانګړې ادارې د لګېدلو تورونو په اړه د تحقیقاتو تر بشپړېدو پورې، دې ادارې ته مرستې ځنډوي.

دا څرګندونې پرون په هغه غونډه کې وشوې چې د امریکا د عربانو د ټولنې او د امریکايي چارواکو په ګډون په مشیګن ایالت کې جوړه شوې وه.

د متحدو ایالاتو د نړیوال پرمختګ د ادارې مشره سامانتا پاور او څو نور امریکايي چارواکي پرون مشیګن ته چې د ۲۰۲۴ کال د انتخاباتي کمپاینونو تود ډګر بلل کېږي تللي وو.

امریکايي چارواکو وویل، د بایډن اداره د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتونو ځانګړې ادارې ته د مرستو له بیا پیلولو مخکې دې ته سترګې په لار ده چې ملګري ملتونه د هغو تورونو په اړه څېړنې پای ته ورسوي چې ګڼې د دې ادارې کارکوونکو پر اسراییلو د حماس ډلې په لوی برید کې لاس درلود. اسراییلو ادعا کړې چې په غزه کې د دې ادارې له ۱۳ زره کارکوونکو ۱۲ تنه په دې برید کې ښکېل وو.

د غزې یوه لویه برخه د اسراییلو بریدونو ویجاړه کړې
د غزې یوه لویه برخه د اسراییلو بریدونو ویجاړه کړې

امریکا او اروپايي ټولنه حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني. د اکتوبر په ۷مه پر اسراییل د حماس په برید کې د اسراییلي چارواکو په وینا شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او له ۲۴۰ زیات کسان برمته شول.

د دې حملې په ځواب کې د اسراییلو پوځ د اکتوبر له اوومې د غزې په تړانګه کې پوځي عملیات پیل کړل چې د غزې د روغتیا وزارت د چارواکو په وینا له ۲۷۹۰۰ زیات کسان پکې وژل شوي. چارواکو ویلي چې که څه هم امریکا له فلسطینيانو سره بشري مرستو ته ژمنه ده، خو بیا به هم د دې څېړنو د بشپړېدو تر وخته انتظار وکړي.

د امریکا د کانګرس پخواني کارکوونکي عباس علوي چې په غونډه کې حاضر و، رویټرز خبري آژانس ته وویل د امریکا د نړیوال پرمختګ د ادارې مشرې د ملګرو ملتونو د دې ادارې په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې،خو نوموړې زیاته کړه چې ولسمشر بایډن داسې کوم پلان نه لري چې دې موسسې ته ځندول شوې مرسته بیا پیل کړي.

د امریکا په ګډون د نړۍ ۱۶ هېوادونو د اسراییلو له ادعا وروسته د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتو ځانګړې ادارې ته خپلې مرستې بندې کړې.

د نوموړې ادارې چارواکو ویلي دي چې د دې تورونو په اړه د لومړنیو تحقیقاتو د راپور برابرول ښايي څو اونۍ وخت ونیسي.

اسراییلو په دې اړه د تحقیقاتو لپاره د ملګروملتونو د پرېکړې ستاینه کړې.

د اسراییلو د بهرنیوچارو وزارت یوه ویاند پرون وویل د څېړنو لپاره د یوې خپلواکې ډلې جوړېدل مثبت اقدام دی خو زیاته یې کړه چې په څېړونکو کې باید د تروریزم پرضد د مبارزې د چارو او امنیتي متخصصان هم شامل وي.

XS
SM
MD
LG