د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

افغان کرکټ لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې د لوبو د دوام لوبغاړي اعلان کړل


یو شمېر افغان لوبغاړي
یو شمېر افغان لوبغاړي

د افغانستان کرکټ بورډ پرون د سریلانکا پر وړاندې د شل اووریزو لوبو لپاره د ملي لوبډلې غړي اعلان کړل.

په دې لوبډله کې د محمدنبي عیسی خېل، ابراهیم ځدراڼ، عظمت الله عمرزي او ګلبدین نایب په څېر څو لوبغاړي چې اوس مهال له سریلانکا سره د یوورځنیو لوبو په لړۍ کې لوبېږي شامل دي.

افغان لوبډلې سریلانکا ته د خپل دې سفر پرمهال کوربه لوبډلې ته یوه ټسټ او دوه یوورځنۍ لوبې بایللي او سبا- چارشنبې په درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې ورسره مخامخ کېږي.

له دې لوبې وروسته د دواړو هېوادو ترمنځ د درېیو شل اووریزو لوبو لړۍ پیلېږي چې د فبروري له ۱۷ څخه د فبروري تر ۲۱ مې پورې دوام کوي.

په همدې حال کې د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د بدني روزنې( تکړښت) د پیاوړتیا لپاره د نیکولاس تریورلي د استخدام خبر ورکوي.

دا انګلیسی روزونکی به چې د بنګلدېش او سریلانکا له لوبډلو سره یې هم د روزونکي په توګه کار کړی د فبروري په ۲۳مه د ایرلنډ او افغانستان د لوبلړۍ له پیلېدو مخکې له افغان لوبډلې سره یوځای شي.

XS
SM
MD
LG