د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

افغانستان نن سریلانکا سره د کرکټ یوه ورځنۍ لوبه لري


یو شمېر افغان لوبغاړي
یو شمېر افغان لوبغاړي

نن د افغانستان او سریلانکا د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ یوه ورځنۍ لوبه ده.

دا مسابقه د کابل په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه د سریلانکا په کینډي ښار کې پیلیږي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د روانې فبروري په میاشت کې دا درېیمه پنځوس اووره لوبه ده.

لومړۍ یوه سریلانکا د دوه څلویښت منډو به توپیر ګټلې وه، دوهمه یوه یې د یوسل او پنځه پنځوس منډو په تفاوت خپله کړې او دا د دې لړۍ دریمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه ده.

تر دې وروسته به افغان لوبډله له سریلانکا سره، په سریلانکا کې د شل اورونو درې لوبې هم وکړي.

XS
SM
MD
LG