د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

اوچا: تېره میاشت افغان بې‌وزلو ته د بشري مرستو رسولو ۷۵ پروژې ځنډېدلي


یو شمېر افغان بېوزلان - ارشیف
یو شمېر افغان بېوزلان - ارشیف

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا تېره جنوري میاشت کې د بشري مرستو رسولو د ۷۵ پروژو ځنډېدو او په همدې میاشت کې بشري مرستو ته د لاس‌‌رسي اړوند د ۱۳۷ پېښو د ثبت خبر ورکوي.

اوچا نن په یوه راپور کې لیکلي، بشري مرستو ته د لاس‌رسي په برخه کې له ثبت شویو پېښو ۱۱۳ یې د دوی په کارونو کې د لاس‌وهنې اړوند دي چې د تېر کال د ډسمبر میاشتې په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

اوچا دا پېښې د بشري دوستانه فعالیتونو په عملي کولو، فزیکي چاپېریال، د ګټه اخیستونکو په انتخاب، د کارمندانو په استخدام او تدارکاتو کې لاس‌وهنه، د کارکوونکو د لېستونو او حساسو معلوماتو غوښتنه، د ښځینه کارکوونکو مخنیوی، د تړونونو ځنډول او د پلټنې عملیات بللي دي.

په راپور کې د دې یادونه هم شوې چې یوازې په جنوري میاشت کې د بشر‌پاله کارکوونکو سره د تاوتریخوالي په پېښو کې ۴۶ سلنه زیاتوالی راغلی او په همدې میاشت کې د دوی ۱۳ کارکوونکي نیول شوي او له یوې تر ۱۸ ورځو په زندان کې ساتل شوي دي.

اوچا نه‌دي ویلي چې د دوی په چارو کې څوک لاس‌وهنه کوي، خو مخکې یې د طالبانو حکومت ته په دې برخه کې اشاره کوله
اوچا نه‌دي ویلي چې د دوی په چارو کې څوک لاس‌وهنه کوي، خو مخکې یې د طالبانو حکومت ته په دې برخه کې اشاره کوله

دې سازمان زیاته کړې، دې ډول کړنو مرستو ته له جګړې د اغېزمنو، بې‌وزلو او اړمنو خلکو د لاس‌رسي محدودیت زیات کړی او یا په دې برخه کې د خنډ و ځنډ لامل شوي دي.

د ملگرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په دې راپور کې دا نه‌دي ویلي چې د دوی په چارو کې څوک لاس‌وهنه کوي او څوک اړمنو ته د مرستو د رسولو د خنډ او ځنډ لامل شوي، خو په خپلو مخکنیو راپورونو کې یې د طالبانو د حکومت یادونه کړې چې په بېلابېلو ډولونو د دوی په چارو کې مداخله کوي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو وړاندې یې ویلي چې دوی د مرستو په وېش کې هیڅ ډول ‌لاس‌وهنه نه کوي.

وړاندې ازادي راډیو د بشري مرسته رسوونکو سازمانونو له قوله داسې راپورونه خپاره کړي چې د بشري مرستو په وېش کې د طالبانو د لاس‌وهنې له امله یې خپل فعالیتونه درولي دي.

په همدې حال کې بې‌وزلي او اړمن بیا وايي، له خلکو سره د مرستو وېش د تېر په پرتله کم شوی، هغه هم داسې مهال چې د خلکو اقتصاد ورځ تر بلې د خرابېدو پر لور روان دی.

د نړیوالو سازمانونو موندنې:نږدې ۲۸،۲ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري
د نړیوالو سازمانونو موندنې:نږدې ۲۸،۲ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري

د کندهار د ارغنداب یوه اوسېدونکي ازادي راډیو ته وویل: "مرستې نه کېږي، خلک په ډېرې دربدرۍ کې دي، وچکالي ده. باید د مرستو پروګرام روان وساتل شي، خصوصا ارغنداب ته چې ډېر ځپېدلی دی."

د هلمند یوه اوسېدونکي بیا ازادي راډیو ته رالېږلي پيغام کې ویلي: "د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ماشومانو خوارځواکي ډېره زیاته شوې ده. مخکې به د ډبلیوایف‌پي والا خوارځواکو ته مواد راوړل او دوی ته به یې ورکول. اوس دا ډېر وخت وشو چې دا مواد یې نه‌دي راوړي. موږ چې کلینکونو ته ورشو پوښتنه وکړو، وايي اوس دا مواد نه‌دي راغلي او کم شوي دي."

په افغانستان کې د بشري مرستو رسوونکو سازمانونو په کاروونکو کې د لاس‌وهنې امله د خیریه پروژو د بندېدو او تر څنګ یې د مرستو د کمي خبر داسې مهال ورکول کېږي چې د اوچا رسمي شمېرې ښيي په روان کې کال کې نږدې ۲۸،۲ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG