د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

د روسیې د زنداني سیاسي مخالف الکسي ناوالني مړینه او غبرګونونه« شېبه په شېبه نوي جزییات»


الکسي ناوالني
الکسي ناوالني

د روسیې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د حکومت مخالف سیاستوال الکسي ناوالني په زندان کې مړ شوی دی.

په یمالو نانیڅ سیمه کې د تعزیري خدماتو فډرال ادارې څانګې دا خبر نن جمعه په یوه اعلامیه کې ورکړی دی، خو دغه معلومات په بې پرې ډول تایید شوي نه دي.

په اعلامیه کې راغلي: محکوم شوي ناوالني نن تر قدم وهلو د ناروغۍ احساس وکړ، چې سم د لاسه بېسده شو.

وړاندې راغلي چې روغتیايي کارکوونکو سم د لاسه ځانونه ور ورسول او امبولاس ته یې زنګ وواهه.

په اعلامیه کې ویل شوي د الکسي ناوالني د بچ کولو لپاره ټول ضروري اقدامات وشول، خو مثبته نتیجه یې ورنه کړه او د امبولانس ډاکټرانو هغه مړ وباله.

د روسیې رسنیو هم د دې اعلامیې په حواله دا خبر ورکړی چې ۴۷ کلن ناوالني ساه ورکړې ده.

په خپله د الکسي ناوالني ډلې د هغه د مړینې خبر تایید کړی نه دی.

د ناوالني ویاندې کیرا یارمیش په ایکس شبکه پخواني ټویټر کې لیکلي چې دوی په دې اړه لا تاییدي نه ده ترلاسه کړې.

د هغې په وینا، د ناوالني مدافع وکیل د هغه زندان ته په الوتکه کې روان شوی دی.

دولتي خبري اژانس د ولسمشر ولادمیر پوتین د ویاند دمیتري پیسکوف په حواله راپور ورکړی چې ویلي یې دي، ولسمشر د ناوالني د مرګ په راپور خبر شوی خو پیسکوف وايي د ناوالني د مړینې د علت په باب رسمي معلومات نه لري.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار: د ناوالني مړینه به یوه ناوړه غمیزه وي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار: د ناوالني مړینه به یوه ناوړه غمیزه وي.

د ناوالني مړینې په نړۍ کې د ګڼو چارواکو عکس العملونه پارولي دي، په دې منځ کې، د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار جېک سالیوان د امریکا له ملي راډیو سره په خبرو کې ویلي، د ناوالني مړینه به یوه ناوړه غمیزه وي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ ویلي چې ناوالني په خپل ژوند کې خپل جرئت وښوده.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر سټیفن سژورني په خپله ایکس شبکه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د کرملین د منتقد مړینه یوه جزايي مستعمره په ډاګه کوي چې د ولادمیر پوتین د رژیم واقعیت موږ ته ښيي.

د اروپايي شورا مشر شارلز میشل ویلي، ناوالني د ازادۍ او ډیموکراسۍ د ارزښتونو لپاره په مبارزې سره نهايي قرباني ورکړه.

ناوالني له ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو سره په مرکه کې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په اداري فساد کې ښکېل کس بللی و.

ناوالني د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ پر ۱۷مه د مسکو په هوايي ډګر کې له جرمني تر ستنېدو وروسته ونیول شو او هغه په جرمني کې د مسمومېدو له کبله تداوي کېده. کرملین د هغه په مسمومېدو کې خپل دخالت رد کړی و.

ناوالني په هغه وخت کې له هېواده بهر د مشروطې ازادۍ له شرایطو د سرغړونې له کبله په دوه نیم کاله بند محکوم شو.

د روسیې د حکومت دغه منتقد د ۲۰۲۲م کال په مارچ میاشت کې د سپکاوي او درغلۍ په تور په نهو کلونو بند محکوم شو، چې د هغه ملاتړي وايي دا تورونه سیاسي انګېزه لري.

وروسته د روسیې محلي چارواکو د ناوالني د اداري فساد ضد بنسټ او شبکه یو «افراطي» سازمان اعلان کړ او د ناوالني تر نیول کېدو وروسته یې د هغو فعالیت بند کړ.

د تېر ۲۰۲۳م کال په اګست میاشت کې یوې محکمې د ناوالني د بند موده ۱۹ کلونو ته وغزوله او هغه یې هغه زندان ته ولېږه، چې امنیتي تدابیر یې سخت دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG