د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

افغان کرکټ لوبډله نن ماښام له سریلانکا سره دویمه شل اووریزه لوبه لري


د افغانستان او سریلانکا د یوې مخکېنۍ لوبې تصویر
د افغانستان او سریلانکا د یوې مخکېنۍ لوبې تصویر

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن ماښام له سریلانکا سره دویمه شل اووریزه لوبه کوي.

لومړۍ لوبه د شنبې په ورځ افغانستان بایلوده.

د کرکټ بورډ ویاند سیدنسیم سادات ازادي راډیو ته د پاتې لوبو په اړه وویل:

" لومړۍ لوبه سریلانکا ګټلې، مګر د افغان ټيم هڅه به دا وي چې پاتې دوه سیالۍ په خپل نوم کړي څو دا سیریز موږ دوه پر یو له سریلانکا څخه وګټو"

د افغانستان په ټیم کې مخکښ بالر راشد خان او مجیب الرحمن د ورپېښو ژوبلتیاوو په سبب نه دي شامل.

وروستۍ شل اووریزه لوبه چهارشنبه د دوو نورو لوبو په څېر د سریلانکا په دمبولا ښار کې ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG