د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

په کاناډا کې د افغانانو د کرکټ لوبډله جوړه شوه


د لوبډلې غړي
د لوبډلې غړي

کاناډا مېشتو افغانانو په یوه تازه اعلان کې ویلي دي چې په یاد هېواد کې د مېشتو کرکټ لوبغاړو لپاره نوې لوبډله جوړه کړې ده.

یاده لوبډله افغان کنیډین اتلان نومیږي او د افغانستان د ملي، نولس کلنې او کورني کرکټ ځینې مخکښ لوبغاړي پکې شامل دي.

د یاد کلب مسولین د افغان کرکټ بورډ ادارې پخواني کارکونکي نورعالم فرید، شېراغا همکار او عابد صاحبزاده دي.

یادو مسوولينو ازادي راډیو ته په رالیږلي پیغام کې ویلي، د لوبډلې کپتان یې د افغانستان د ملي لوبډلې پخوانی غړی منیراحمد کاکړ دی.

دغه راز په دې لوبډله کې خیبرعمر، ناصرعمر، اصغرهوتک، محمدمجتبی، عبدالواسع نوري، جمشېد میرعليخېل، ذکي الله سلطاني، ذاهد شېرزاد، بسم الله علیخېل، روح الله عزیزي، عرفان سادات، محمد ریاض، قذافي پټان او وحیدالله رفیق شامل شوي دي.

د مسوولینو په وینا، پخوانی افغان روزونکی دولت ځاځی یې د لوبډلې مشر روزونکی ټاکلی دی.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم په ګڼو بهرنیو هېوادونو کې د افغان کرکټ او نورو لوبو د لوبغاړو لپاره لوبیز کلبونه جوړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG