د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

افغان کرکټ ملي لوبډلې تېره شپه سریلانکا ته ماتې ورکړه


د تېرې شپې د لوبې یوه څنډه
د تېرې شپې د لوبې یوه څنډه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اورونو په درېیمه لوبه کې تېره شپه سریلانکا ته د درېیو منډو په توپير ماتې ورکړه.

لومړی بټنګ افغان لوبډلې وکړ چې په ټاکلیو شلو اورونو کې یې دوه سوه نهه منډې جوړې کړې.

په ځواب کې سریلانکا په شلو اورونو کې شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړل او دوه سوه شپږ منډې یې وکړې.

د افغانستان کرکټ ټیم له کوربه سریلانکا سره روانه فبروري د شل اورونو درې لوبې وکړې چې دوې یې بایلودې او یوه یې وګټله.

تر دې وروسته به افغان لوبډله د فبروري په اته ویشتمه په متحدو عربي اماراتو کې له ایرلنډ سره د کرکټ ټسټ لوبه وکړي.

XS
SM
MD
LG